روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۹:۳۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۹:۳۸

په بادغیس کې یو «وسله‌وال غل» له طالبانو سره په نښته کې وژل شوی

په بادغیس کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې له طالبانو سره د نښتې  په ترڅ کې یو «وسله‌وال غل» وژل شوی دی.

سرچینې رسنی ته منلې چې دا پېښه سې‌شنبه شپه، د کب پر لومړۍ نېټه د قلعه نو ښار په پنځمه ناحیه کې شوې ده.

سرچينې ویلي، د دغه کس نوم موسی و او زياتوي چې ۵۰ کاله عمر یې لرلو.

طالبانو هم د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې یاد کس د دوی له جنګیالیو سره د نښتې په ترڅ کې وژل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې پخواني دولتي سرتېري او د هغوی سیاسي-پوځي مخالفان د «وسله‌والو غلو او د داعش ډلې د غړو» په نومونو وژلي دي.

ورته مهال، طالبانو تل دا ډول ادعاوې رد کړې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x