په بادغیس کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې له طالبانو سره د نښتې په ترڅ کې یو «وسلهوال غل» وژل شوی دی.
سرچینې رسنی ته منلې چې دا پېښه سېشنبه شپه، د کب پر لومړۍ نېټه د قلعه نو ښار په پنځمه ناحیه کې شوې ده.
سرچينې ویلي، د دغه کس نوم موسی و او زياتوي چې ۵۰ کاله عمر یې لرلو.
طالبانو هم د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې یاد کس د دوی له جنګیالیو سره د نښتې په ترڅ کې وژل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې پخواني دولتي سرتېري او د هغوی سیاسي-پوځي مخالفان د «وسلهوالو غلو او د داعش ډلې د غړو» په نومونو وژلي دي.
ورته مهال، طالبانو تل دا ډول ادعاوې رد کړې دي.
اړوندې لیکنې :
- په بادغیس کې یو «وسلهوال غل» له طالبانو سره په نښته کې وژل شوی
- د پاکستانی طالبانو په خپلمنځي نښته کې څلور کسان وژل شوي
- کونړ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وسله
- په بدخشان کې د طالبانو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ د څړځای پرسر نښته؛ ۱۵ کسان ټپیان شوي
- د پخلي لپاره د لرګېو راټولول؛ طالبانو په بادغیس کې درې کسان د ځنګلونو پرې کولو په تور نیولي
- په کندهار کې د وسلهوالو پېښو دوام؛ ناپېژاندو وسلهوالو یو سړی وواژه