په بادغیس کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې پلار خپله اووه کلن لور وژلې ده.
سرچینې وايي چې دا پېښه سهشنبه د کب پر ۲۹مه د بادغیس مرکز قلعهنو د درېیمې ناحیې په اړوند سیمه کې شوې ده.
تورن نظامالدین نومېږي.
د سرچینو په خبره، دغه سړي لومړی خپل لور وهلې ټکولې او روسته یې وژلې ده.
د دې پېښې انګېزه څرګنده نه ده.
ورته مهال په بادغیس کې د طالبانو له منځه یوې سرچینې ته د دې پېښې پخلی کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پروسږکال د فاریاب په بلچراغ ولسوالۍ کې هم یو سړی خپله لور وژلې وه.
اړوندې لیکنې :
- په ننګرهار کې یو کس خپله مېرمن وژلې
- په ننګرهار ولایت کې ناموسي وژنه؛ یوه کس خپله اينګور وژلې
- د کورني تاوتریخوالي زیاتوالی؛ په کندهار کې یوه سړي خپله مېرمن وژلې
- په بدخشان کې یو طالب جنګيالي خپله ورېندار د واده وړانديز د نهمنلو له کبله وژلې
- د سقوط درې کلنه کلیزه: په افغانستان کې د ملی بې باورۍ یوه لویه سیوری
- په سمنګان کې د ترافیکي پېښې له امله اووه کسان مړه شوي