هر ګړې د کابل په وخت : ۱:۵۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۹-۰۳-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۰۹-۰۳-۱۴۰۴
ساعت : ۰۱:۵۲
: 1

په باجوړ کې د قاري عبادالله ډله له ټي‌ټي‌پي سره یو ځای شوه

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي‌‌ټي‌پي وایي، چې په باجوړ کې د قاري عبادالله ډله له دغه تحریک سره یو ځای شوې ده. دوی په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي، دغې ‌‌ډلې د یاد تحریک له مشر نور ولي محسود څخه بیعت اعلان کړی او ژمنه یې کړې، چې د ټي‌ټي‌پي له پالیسیو سره سم به فعالیتونه کوي. له ټي‌ټي‌پي سره د قاري عبادالله ډلې په یوځای کېدو سره ښايي دا ډله هڅه کوي، چې د خپل نفوذ لمنه یو وار بیا پراخه کړي او دا به د خېبرپښتونخوا د امنیتي وضعیت لپاره یو نوی ګواښ وي. دغې ډلې پر ټولو هغو خواوو چې د پاکستان د پوځ پر ضد جنګېږي غږ کړی، چې موخې ته د رسېدو لپاره له ټي ټي پي سره یو ځای شي.

د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي‌‌ټي‌پي وایي، چې په باجوړ کې د قاري عبادالله ډله له دغه تحریک سره یو ځای شوې ده.
دوی په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي، دغې ‌‌ډلې د یاد تحریک له مشر نور ولي محسود څخه بیعت اعلان کړی او ژمنه یې کړې، چې د ټي‌ټي‌پي له پالیسیو سره سم به فعالیتونه کوي.
له ټي‌ټي‌پي سره د قاري عبادالله ډلې په یوځای کېدو سره ښايي دا ډله هڅه کوي، چې د خپل نفوذ لمنه یو وار بیا پراخه کړي او دا به د خېبرپښتونخوا د امنیتي وضعیت لپاره یو نوی ګواښ وي.
دغې ډلې پر ټولو هغو خواوو چې د پاکستان د پوځ پر ضد جنګېږي غږ کړی، چې موخې ته د رسېدو لپاره له ټي ټي پي سره یو ځای شي.
د قاري عبادالله ډله د باجوړ په سیمه کې فعاله وه، چې د ټي ټي پي له خوا د پاکستاني دولت پر ضد د وسله‌والو عملیاتو د پراخېدو یوه برخه ګڼل کېږي.
دا یوځای کېدل د ټي ټي پي لپاره د ستراتیژیک اهمیت وړ دی، ځکه چې باجوړ د افغانستان د کونړ او نورستان ولایتونو ته نږدې موقعیت لري، چې د پولو دواړو خواوو ته د وسله‌والو د تګ راتګ لپاره مهمه سیمه ګڼل کېږي.
په وروستیو کلونو کې ټي ټي پي هڅه کړې، چې له بېلابېلو وسله‌والو ډلو سره یووالي رامنځته کړي، څو خپل نفوذ پراخ کړي او د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر ضد خپل بریدونه زیات کړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x