روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۳۹ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۸:۳۹
: 1

په افغانستان کې ځپونکي سېلابونه؛ ریچارډ بېنټ له سېلاب‌ځپلو سره د بیړنیو مرستو غوښتنه وکړه

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بېنټ په دغه هېواد کې له سیلاب ځپلو سره د بیړنیو مرستو غوښتنه کړې ده. بېنټ شنبه د غويي پر ۲۲مه په خپل اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې د بغلان په ګډون په هېواد کې وروستي سېلابونه چې ډیری خلک یې وژلي، د اقلیمي ناورین سره د افغانستان د زیانمنېدو یادونه کړې ده.

په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بېنټ په دغه هېواد کې له سیلاب ځپلو سره د بیړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.

بېنټ شنبه د غويي پر ۲۲مه په خپل اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې د بغلان په ګډون په هېواد کې وروستي سېلابونه چې ډیری خلک یې وژلي، د اقلیمي ناورین سره د افغانستان د زیانمنېدو یادونه کړې ده.

هغه زیاته کړې ده: «د طالبانو او کورنیو ښکېلو غاړو له خوا هم سملاسي مرستو او هم اوږدمهاله پلان جوړنې ته اړتیا ده.»

تېره ورځ بغلان، تخار، بدخشان، سمنګان، هرات او غور ولایتونه د ځپونکو او مرګونو سېلابونو شاهدان وو.

د ورځپاڼې لومړنۍ موندنې ښيي چې د دغو سېلابونو په پایله کې شاوخوا ۲۴۰ کسان مړه شوي دي.

شېبه وړاندې په بغلان کې سیمه‌ییزې سرچینو  ورځپاڼې ته وویل چې د تېرې ورځې سېلاب له کبله تر اوسه د دغه ولایت په مرکز او برکه ولسوالۍ کې له ۲۱۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x