په داسې حال کې چې نړۍ د نړۍ په ډېرو برخو کې د بشري حقونو او جنسیتي برابرۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګونو شاهده ده، افغانستان د منځنیو پېړیو د رژیم په لاس کې نیول شوی چې د جنسیتي توپیر په پلي کولو سره یې په دغه هېواد کې په بشپړه توګه بشري ناورین رامنځته کړی دی.
طالبانو د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته د پښتني قومونو له شاته تګ څخه په استفادې سره پر ښځو او نجونو بې شمېره محدودیتونه او بندیزونه ولګول او هره ورځ یې د یوې نوې لوبې په کولو سره بندیزونه زیات کړل. د بشري حقونو د سازمان د موندنو له مخې، طالبانو واک ته له رسیدو راهیسې د ښځو پر وړاندې ۷۰ محدودیت لرونکي فرمانونه صادر کړي او د قبیله له توکم پالنې څخه په استفادې سره۱۰۰۰ ورځې کېږی چې نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه منع شوې دی.
. داسې چلند چې په نننۍ نړۍ کې د لمر پر وړاندې ولاړ بلل کیدی شي.
که څه هم د دغو ناسمو چلندونو له لومړیو ورځو راهیسې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تل له هېوادونو غوښتي چې د افغانستان د روان وضعیت په اړه د راپورونو په وړاندې کولو سره د طالبانو کړنې د جنسیتی تبعیض په توګه په رسمیت وپېژني، خو تر اوسه هېڅ یوه هېواد هم دا کار نه دی کړی. له داسې خبرو سره موافقه نه ده شوې او لکه څنګه چې لیدل کیږي، داسې ښکاري چې په افغانستان کې ډیری اوسني بحثونه چې په عمل کې د ټولو نړیوالو معیارونو خلاف دي، د ډیری هیوادونو لپاره د پام وړ ارزښت نه لري. خو په دې وروستیو کې یو ځل بیا په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ په افغانستان کې د «جنسي تبعیض» پر بشپړ درک کولو په ټینګار سره پر هېوادونو غږ کړی چې دا په رسمیت وپیژني. هغه د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو کړنې له بشري حقونو څخه د سرغړونې ښکاره بېلګه او د بشریت ضد جنایت وباله او د عاملینو د پېژندنې او سزا غوښتنه یې وکړه.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په خپل راپور کې، بینیټ اعتراف کوي چې طالبان په سیستماتیک ډول د توکمپالنې پالیسي په پلي کولو سره د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي. دا تبعیضونه د ښځو د ژوند په ټولو کچو کې شتون لري، د زده کړې او کارموندنې څخه نیولې د حرکت او سیاسي ګډون تر ازادۍ پورې. اصلي موارد په لاندې ډولشامل دي
نجونې ښوونځي او پوهنتون ته له تګ څخه منع شوي او تر اوسه له دې حالت څخه د وتلو کومه لار نه ده موندل شوې. د راپورونو له مخې، زر ورځې کېږي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته له تلو منع شوې دي. چې ټولټال درې ملیارده درسي ساعتونه دي.
ښځې له خپلو ډېرو دندو ګوښه شوي او د کورنۍ د ملاتړ دروند بار د کورنیو پر ماشومانو اچول شوی دی. البته د هغو ښځو شمېر چې اوس هم په طبي څانګو او یو شمېر بهرنیو موسسو کې کار کوي، په دې وروستیو کې د دې ډلې د مشر ملا هبت الله په حکم د هغوی معاش ۵۰۰۰ افغانیو ته راکم شوی دی.
په اجباري حجاب باندې ډېر ټینګار شوی اوښځې مجبورې دی چې چادرۍ په سر کړي ، راپورونه ښيي چې طالبانو په څو ولایتونو کې له لسو کالو کم عمره ماشومانو ته چادرۍ وېشلې دي.
د ښځو شتون د پام وړ محدود دی او ښځې حق نه لري چې په آزاده توګه په ټولنه کې برخه واخلي او له خپلو اساسي حقونو څخه برخمن شي.
له بلې خوا، په عامه توګه د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د ښځو لپاره یوه بله جدي ننګونه بلل شوې ده. طالبان د اسلامي شریعت د پلي کولو په فکر کې هره ورځ یو شمیر ښځې په عامه چوکونو کې د نارینه وو په وړاندې وهي. د طالبانو زندانونه له هغو ښځو ډک دي چې جرم یې معلوم نه دی او د طالبانو په زندانونو کې پر ښځو د جنسي تېري په اړه ډېر راپورونه خپاره شوي دي.
د طالبانو دغه کړنې د افغانستان د خلکو د ژوند جوړښت خراب کړی دی. او د ښځو او نجونو لپاره یې یوه ویجاړه او تیاره راتلونکې رامنځته کړې ده. له زده کړو محرومیت، د کار د فرصتونو نشتوالی، کورنی او جنسی تاوتریخوالی او د فردی آزادیو تر پښو لاندې کول
د هغو کړاوونو یوازینۍ برخه ده چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې ښځې ورسره مخ دی.
د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر زیاته کړې، چې نړیواله ټولنه باید د دغه وحشتناک جنایت په اړه چوپه خوله پاتې نه شی. هغه د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو غوښتي، چې په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض د بشریت ضد جرم په توګه وپيژني او د مخنیوي لپاره یې اقدام وکړي.
بینیټ همداراز پر طالبانو د سیاسي او اقتصادي فشار او په افغانستان کې د بشري حقونو د فعالو سازمانونو د ملاتړ غوښتنه وکړه. هغه دغه راز د ښځو په وړاندې د طالبانو د جنايتونو د قضيې د جزا نړيوالې محکمې ته د څيړنې او د دغو جنايتونو د عاملينو د محاکمه کولو ملاتړ کوي.
هغه څه چې روښانه دي دا دي چې په افغانستان کې جنسیتي توپیر یو انساني ناورین دی چې د متمدن نړۍ د سترګو په وړاندې پیښیږي.
داسې نړۍ چیرې چې هره شپه د ښځو او نجونو لخوا یو یا دوه لوی ساینسي کشفونه او اختراعات ثبت کیږي. خو د هغې په کونج کې یوه قومي توکمیزه ډله په افغانستان کې د ښځو د انساني فکر د له منځه وړلو لپاره هیڅ جرم نه پریږدي.