روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۵۲ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۲-۰۹-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۰۲-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۲۳:۵۲
: 2

په ارزګان کې د روغتون يو ساتونکي پر خلکو د ډزو په پایله کې درې کسان وژل شوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  په ارزګان کې سیمه‌ییزې سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې د دوو ډلو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې درې کسان وژل شوي او يو بل ټپي دى.دا پېښه پنجشنبه د وري پر ۱۶مه له غرمې وروسته شاوخوا ۲:۰۰ بجې د چهارچينو ولسوالۍ د «تګاب» په نوم يو روغتيايي مرکز کې رامنځته شوې ده.

 په ارزګان کې سیمه‌ییزې سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې د دوو ډلو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې درې کسان وژل شوي او يو بل ټپي دى.

دا پېښه پنجشنبه د وري پر ۱۶مه له غرمې وروسته شاوخوا ۲:۰۰ بجې د چهارچينو ولسوالۍ د «تګاب» په نوم يو روغتيايي مرکز کې رامنځته شوې ده.

په یاد روغتيايي مرکز کې د ډاکټرانو د کار مودې د غځېدو پر سر وروسته له هغې نښته رامنځته شوې چې د دغې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو د روغتون د روغتيايي پرسونل د بدلېدو غوښتنه کړې وه.

د دواړو لورو ترمنځ له جګړې وروسته هغه کس چې د دې روغتون ودانۍ یې طالبانو ته په کرایه ورکړې او ساتونکی یې هم و، پر خلکو ډزې کړې دي.

په ارزګان کې طالبانو هم دا پېښه منلې او د تورن کس د نيولو خبر یې ورکړی.

د روژې په میاشت کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د اوسېدونکو ترمنځ شخړې زیاتې شوې دي.

جمعه د وري پر ۳مه هم د ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ کې د تراویح لمونځ پرمهال، دوو پلرونو د خپلو ماشومانو پر سر شخړه وکړه چې له کبله یې یو کس ووژل شو.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x