هر ګړې د کابل په وخت : ۹:۰۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۲-۱۲-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۲-۱۲-۱۴۰۳
ساعت : ۰۹:۰۳

پنټاګون له افغانستان نه د امریکا د «ګډوډ خروج» د څيړلو ډله ټاکلې ده

پایگاه خبری تحلیلی روایت : پېټ هیګسېت له برایټبارټ سره په ځانګړې مرکه کې وویل، « موږ لا دمخه هغه کسان مشخص کړي، چې په پنټاګون کې به د دې افغانستان نه ګډوډ وتلو بشپړې پلټنې مشري کوي».

 

د امریکا دفاع وزیر وايي، له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د غیر منظم خروج په اړه یې پلټونکې ډله ټاکلې ده.
پېټ هیګسېت له برایټبارټ سره په ځانګړې مرکه کې وویل، « موږ لا دمخه هغه کسان مشخص کړي، چې په پنټاګون کې به د دې افغانستان نه ګډوډ وتلو بشپړې پلټنې مشري کوي».

هغه زیاته کړه، « زه د دې لپاره مشخص وخت نه لرم. له بده مرغه موږ لا دمخه دوه نیم، درې کاله انتظار کړی. زه نه غواړم نور انتظار وکړو، خو زه تل غواړم چې هر څه سم ترسره شي».

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر خورا له ګډوډۍ سره مخ و، چې په ترڅ کې یې ځانمرګی برید وشو او ګڼ امریکايي پوځیان او افغان ملکي وګړي پکې مړه او ټپیان شول.

په دغه بهیر کې سلګونه امریکایان په افغانستان کې پاتې شول، سره له دې چې د بایډن اداره دا وتل بریالي او د تاریخ تر ټولو لویه تخلیه بولي، خو په نړیواله کچه دا د امریکا یوه ستره ناکامي ګڼل کیږي.

تر اوسه د پنټاګون هیڅ چارواکی ددغه خروج مسوول نه دی ګڼل شوی او نه هم څوک له دندې ګوښه شوي.

خوهیګسېت وايي، چې په دې اړ حساب کتاب را روان دی او ټول اصلي حقیقتونه به روښانه شي.

هغه برایټبارټ نیوز ته وویل، « د حساب ورکولو یواځینۍ سمه لاره دا ده، چې ریښتیني حقایق معلوم شي، پېښې څنګه شوې؟ ولې شوې؟ څوک مسوول و؟ څه پرېکړې وشوې؟ ولې دا پرېکړې وشوې؟ ایا سلا مشورې ورکړل شوې او که نه؟ ایا حکمونه سم تطبیق شول؟ ایا خلکو خپل غږ پورته کړ، کله چې اړتیا وه؟».

هغه زیاتوي، « زه فکر نه کوم چې تر اوسه چا له افغانستان نه د ګډوډ خروج ریښتینی حساب ورکړی وي. دا زموږ دنده ده».

د امریکا دفاع وزیر وايي، چې دوی به دا پلټنه په بشپړه توګه ترسره کړي او معلومه به کړي چې څه پیښ شول.

هغه په دې مرکه کې وویل، « لکه څنګه چې ما د تیرې جمعې په ورځ د دفاع وزارت کارکوونکو ته وویل، د افغانستان د ناکام خروج لپاره حساب ورکول را روان دي او دا د دفاع وزارت د باور بېرته ترلاسه کولو لپاره مهم دي».

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x