کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت پر دانګام ولسوالۍ پاکستاني پوځیانو توغندیز بریدونه کړي چې له امله یې یو تنکي ځوان وژل شوی دی.
سرچینه وایي، دا بریدونه پرون پنجشنبه، ۲۲ د غبرګولي، ماښام مهال پیل شوي وو او تر نن ماسپښین یې دوام درلود.
د سرچینې په خبره؛ د دغو توغندیزو بریدونو په پایله کې نن سهار د دانګام ولسوالۍ په «دوبندو» سیمه کې د داود خان په نوم یو تنکی ځوان لګېدلی او مړ شوی چې نن مازیګر یې جنازه اداء شوه.
سرچینې د دغو بریدونو د نورو مالي او ځاني زیانونو په تړاو نور جزیات شریک نه کړل.
تر اوسه کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولینو هم د پاکستاني پوځیانو د دغو بریدونو په تړاو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په ځلونو پاکستاني پوځیانو هوایي او توغندیز بریدونه کړي چې له امله یې درانه مالي او ځاني زیانونه رسېدلي.
اړوندې لیکنې :
- پاکستاني پوځیانو د کونړ پر خاص کونړ ولسوالۍ راکټي بریدونه کړي
- د وژنو دوام؛ په هرات کې یو تنکی ځوان وژل شوی
- کونړ کې یو طالب جنګیالی د یوې ښځې د تښتونې په تور ووژل شو
- پاکستاني پوځیانو په پښتونخوا کې درې لاریونکوونکي وژلي
- د واشنګټن پولیسو یو تنکی ځوان د امریکايي ځواکونو د یوه افغان ژباړن د وژلو په تور نیولی
- د بدخشان په بهارک کې یوه طالب چارواکي د «سلام نه اچولو» له امله یو تنکی ځوان شکنجه کړی دی










