د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۳۰ فلسطینیان وژل شوي دي.
اسراییل د یکشنبې په ورځ د غزې په ښار کې پر درېیو روغتونونو برید وکړ، چې ګڼ شمېر کسان په کې ووژل شول.
د جمعې په ورځ هم اسراییلي پوځیانو د کمال عدوان روغتون په نښه کړ او د روغتون د مدیر او کارکوونکو په ګډون یې په سلګونو کسان بندیان کړل.
په غزه کې د روغتیا وزارت وایي، چې د اسراییل او حماس تر منځ له تېرو ۱۴ میاشتو راهیسې په جګړه کې ۴۵۵۱۴ فلسطینیان وژل شوي دي.
له بل پلوه ټایمز اف اسراییل راپور ورکړی، چې د اسراییل د پوځ لوی درستیز هیرزي حلوي ویلي دي چې په غزه کې د اسراییل جګړه «یوه اوږده جګړه ده».
ورته مهال د اسراییل پوځ ویلي، چې په وروستیو نښتو کې یې په جبالیه او بیت لاهیه کې ۱۴ جنګیالي وژلي دي.
د پوځ په وینا، د دوی په منځ کې د حماس هغه شپږ جنګیالي هم شامل دي چې “د اکتوبر په اوومه په مستقیم ډول د اسراییل خاورې ته ننوتي وو”.
اسامه حمدان له الاقصی ټلویزیون سره په مرکه کې بیا ویلي، چې اسراییل د اوربند او د فلسطیني بندیانو د تبادلې لپاره په روانو خبرو اترو کې خنډونه جوړوي.