د طالبانو تر ادارې لاندې باختر خبري اژانس اعلان کړی چې پرون له پاکستان او ایرانه ۸۳۱ افغانې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې.
دغه خبري اژانس سه شنبه د می پر ۲۹مه د یوه راپور په خپرولو سره لیکلي چې ۱۷۵ کورنۍ د تورخم له لارې، ۲۰۸ کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۱۳۳ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې او ۳۱۵ کورنۍ د هلمند د بهرامچې له لارې هېواد ته راغلې دي.
طالبانو ادعا کړې چې له دغو کورنیو سره یې مرسته کړې ده.
له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د اېستلو بهیر په جدي توګه دوام لري.
د یکشنبې په ورځ هم، له پاکستان او ایرانه ۵۸۳ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې وې.
د راپورونو له مخې، تر اوسه پورې له پاکستان څه باندې ۱۲۰زره ناقانونه افغان کډوال اېستل شوي دي.
اړوندې لیکنې :
- په اسلاماباد کې د یوې افغانې کورنۍ شپږ غړي تښتول شوي
- له پاکستانه راستنې شوې کورنۍ د تورخم په پنډغالي کې د ثبت او راجستر پروسې له پڅوالي سر ټکوي
- د تورخم په لنډ مهالي پنډغالي کې راستنې شوې کورنۍ د سرپناه د نشتوالي او د خوړو له نامنظم وېش…
- اوچا: لاهم د هرات څه باندې ۲۴ زره زلزلهځپلې کورنۍ په زیانمن شویو استوګنځیو کې ژوند کوي
- د کډوالو د اېستلو لړۍ دوام: له پاکستانه څه باندې ۲۰۰۰ نور کډوال هېواد ته ستانه شول
- په هېواد کې وروستیو سېلابونو ته د پاکستان غبرګون: په دې سخت وخت کې له افغانانو سره ولاړ یو