د امریکا پوځ پخوانی جنرال جان جیک کین وایي، چې طالبان په دې ښه پوهېږي، چې القاعده ډله چېرته ده او څنګه یې ساتنه کیږي.
هغه وايي، د دغې ډلې مشران هم په افغانستان کې د طالبانو تر چتر لاندې ژوند کوي او طالبان ترې ساتنه کوي.
په واشنګټن کې د هوډسن څېړنیز انسټیټوټ له لوري د افغانستان د حالاتو په اړه جوړ شوي بحث کې د امریکا پوځ د لوی درستیز پخواني مرستیال جنرال جیک کین د افغانستان له پولو خورېدونکې ترهګرۍ د مخ په زیاتیدونکي ګواښ په اړه خبرداری ورکړ او دا یې «بې ساري او خورا جدي» وبلله.
جنرال کین وویل: «واک ته د طالبانو بیا راتګ د ترهګرو ډلو د بیا راڅرګندېدو او امنیتي وضعیت د خرابېدو لامل شوی دی.
له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په بېړه وتلو نه یوازې د القاعدې او داعش په څېر ډلو د بیا راژوندي کېدو لامل شوي، بلکې د امریکا متحد ایالتو ځواکونونه یې په نړیواله کچه د یوه کمزوري ځواک په توګه وپېژندل.»
هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «د پوځ قوماندانانو د بایډن د ادارې له هغې پریکړې سره چې په بشپړ ډول ووځي مخالفت درلود، دوی په دې باور و، چې دا ډول کړنه به د القاعدې او داعش ډلو د بیا راژوندي کیدو لپاره لاره هواره کړي.»
جنرال جان جیک کین په امریکا کې د یولسم سپټمبر له ترهګرو پېښو ورسته د القاعدې ډلې پر ضد جګړه کې د مجاهدینو رول ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې باید د طالبانو ضد ډلو څخه ملاتړ وشي، ترڅو د طالبانو د پرځېدو لامل شي.
اړوندې لیکنې :
- طالبانو په کابل کې د پکتیا د زرمت ولسوالۍ پخوانی ولسوال نیولی
- طالبانو په کابل کې د یو پخواني جنرال په ګډون درې کسان نیولي
- بایډن: له افغانستانه د امریکایي ځواکونو اېستل زما د بهرني سیاست تاریخي بریا ده
- د بشري حقونو د فعالانو ټولنه: د دې وخت رارسېدلی چې طالب مشران محاکمه شي
- د بشري حقونو څاروونکي: طالب مشران باید د ښځو د جنسي ځورونې د جرمونو په اړه ځواب ورکوونکي اوسي
- جنرال سمیع سادات: طالبان اشغالګر دي او ور سره جګړه کوو