په پاکستان کې مېشت د هېواد د پخواني حکومت يو شمېر پوځيان وايي، د دوحې غونډې ته بايد د دوی رښتينی استازی ور وبلل شي څو «درد او راتلونکی پلان» یې ملګرو ملتونو او نړۍ ته ورسوي.
دغو پوځیانو د پنجشنبې ورځ، سلواغې پر ۱۹مه ملګرو ملتونو ته د یوه لیک په استولو سره ویلي چې د دوحې غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې «د بشري حقونو سرغړونې، د قانون نشتوالی او خپلسرۍ» اوج ته رسېدلې دي.
په لیک کې راغلي: «موږ هیله لرو چې د [پخوانیو پوځیانو] د یوې لویې ډلې د زړه درد او هیلې واورېدل شي او د هېواد په هکله پرېکړې چې کېږي، د پوځیانو ریښتینی استازی حاضر وي.»
د دوی په خبره، د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته هره ورځ سلګونه سرتېري نیول شوي، شکنجه او وژل کېږي.
دغو پوځیانو ویلي چې د دوی یو شمېر پخواني همکاران هم له هېواده وتلو ته اړ شوي او اوس په «فقر او بېوزلۍ» کې ژوند کوي.
د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره دغې ډلې تل په ډېرو مواردو کې د پخوانيو سرتېرو په نيولو، شکنجه او وژلو لاس پورې کړى دى.
وړمه ورځ طالبانو د پکتیا ولایت په څمکنيو ولسوالۍ کې د پخواني پوځ یو سرتېری په ډزو وواژه.
اړوندې لیکنې :
- متقي اوتنبایوا ته: د دوحې غونډې ځانګړې پاېله نه لرله
- نیکلاسن: د دوحې غونډې ګډونوالو زدهکړو ته د نجونو د لاسرسي غوښتنه تکرار کړه
- په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ یو وار بیا طالبانو ته ور نه کړل شوه
- د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال افغانستان ته راځي
- د ملګرو ملتونو سرمنشي د طالبانو رژیم ځپونکی بللی
- «د ملګرو ملتونو په تاریخ کې ترټولو ستر تلفات»؛ په غزه کې ۱۵۲ کارکوونکي وژل مرستندویه شوي