هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۴۸ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۷-۰۵-۱۴۰۴
تاریخ : ۱۷-۰۵-۱۴۰۴
ساعت : ۲۰:۴۸

بېنېټ: پاکستان کې زرګونه افغانستانی کډوال د جبري اېستل کېدو له ګواښ سره مخامخ دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي، چې په افغانستان کې د ځورونې له جدي ګواښ سره، سره زرګونه افغانستانی کډوال له پاکستانه د جبري اېستل کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.نوموړي د افغانستانی کډوالو په تړاو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د راپور په بیا خپرولو سره ویلي، په یو وار او په دومره لوی شمېر د افغانستانی کډوالو ستنول د کډوالۍ له منل شویو نړۍوالو اصولو سړغړونه ده چې د نورو ستونزو سربېره یې د بې‌ثباتۍ ګواښ هم زیات کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي، چې په افغانستان کې د ځورونې له جدي ګواښ سره، سره زرګونه افغانستانی کډوال له پاکستانه د جبري اېستل کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

نوموړي د افغانستانی کډوالو په تړاو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د راپور په بیا خپرولو سره ویلي، په یو وار او په دومره لوی شمېر د افغانستانی کډوالو ستنول د کډوالۍ له منل شویو نړۍوالو اصولو سړغړونه ده چې د نورو ستونزو سربېره یې د بې‌ثباتۍ ګواښ هم زیات کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د سې‌شنبې په ورځ د زمري ۱۴مه، ویلي و چې د پاکستان حکومت په رسمي ډول د پي او ار کارت لرونکو افغانانو ته خبر ورکړی، چې (د اګست تر ۳۱مې نېټې) وخت لري چې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.

له بل پلوه په پاکستان کې هغه افغانان چې په ویزو اوسېږي وایي، چې د پاکستان حکومت له تېرو شاوخوا څلورو اوونیو راهیسې د ویزو د تمدیدولو لړۍ درولې ده.‎

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x