روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۲۲ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۲۳:۲۲
: 2

پاکستان یو وار بیا د تورخم دروازه په بشپړه توګه وتړله

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ننګرهار سیمه‌ییزې سرچينې وايي چې د پاکستان له خوا د تورخم دروازه په بشپړه توګه تړل شوې ده.

د ننګرهار سیمه‌ییزې سرچينې وايي چې د پاکستان له خوا د تورخم دروازه په بشپړه توګه تړل شوې ده.

د سرچينو په وینا، دا دروازه، شنبه د زمري پر ۲۷مه سهار مهال د مسافرو او موټرو د تګ‌راتګ پر مخ تړل شوې ده.

سرچینې زیاتوي چې پاکستان د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته د افغان کډوالو د نیولو او په دې سیمه کې د سېلابونو د راوتلو له کبله د تورخم دروازه تړلې ده.

د سرچينو د معلوماتو پر بنسټ، دا مهال د دې لارې دواړو غاړو ته لسګونه باروړونکي او سلګونه مسافر بند پاتې دي.

پاکستاني او طالب مسوولانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې پاکستان د تېرې اوونۍ دوشنبه هم د تورخم دروازه د دغه هېواد د پوله‌ساتو او طالبانو ترمنځ له نښتې وروسته تړلې وه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x