د پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو ادارې خبر ورکړی، چې د پاکستان حکومت تېره ورځ د تورخم او انګور اډې له لارو ۱۱۰۰ تنه افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي.
د دغې ادارې د رسمي شمېرو له مخې، په ستنو شویو کسانو کې ۲۰۷ د (ACC) کارت لرونکي او ۸۹۳ بیا بېاسناده کډوال وو.
خبریالانو ته له دغې ادارې څخه رالېږل شوي معلومات ښیي، چې ۱۰۸۴ تنه د تورخم او ۱۶ افغانان د انګور اډې له لارې ستانه شوي دي.
بل خوا د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې په ټوله کې تېره ورځ ۴۳۸ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.
خبر زیاتوي، په راستنو شویو کورنيو کې ۱۵۲ د تورخم له لارې، ۱۱۶ کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۵۱ کورنۍ د نیمروز ورېښمو پله له لارې، ۵ کورنۍ د انګور اډې له لارې، ۱۳ کورنۍ د هلمند له لارې او ۱۰۱ نورې کورنۍ د اسلام کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.
له بل پلوه د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې یوازې په اپرېل میاشت کې شاوخوا ۱۴۵زره افغان کډوال له پاکستانه اېستل شوي چې د فبرورۍ پرتله اته برابره زیات دي.
دغه کمېټې له پاکستان او ایران څخه د ډېرو راستنېدونکو کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.
اړوندې لیکنې :
- پرون له پاکستان او ایرانه څه باندې ۸۳۰ افغانې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي
- پاکستانی چارواکی: د اپرېل له پیلېدو راهیسې له ۸۰ زره ډېر افغان کډول افغانستان ته ستانه شوي
- پاکستان یو وار بیا د تورخم دروازه په بشپړه توګه وتړله
- ملګرو ملتونو له پاکستان څخه په ډله ایزه توګه د افغان کډوالو ایستل غندلي دي
- له جبري عبادت څخه تر مذهبي کرکې پورې
- په افغانستان کې چا په اغیزمنه توګه فیسبوک کارولی؟