د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په افغانستان کې یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات ترسره کړي دي.
د یاد وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ له عملیاتو دوه ورځې وروسته د خپل اونیز خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل، چې «اسلام اباد د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ته درناوی لري».
د پاکستان هوايي ځواک د سه شنبې په شپه د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې څلور ځایونه په نښه کړل او ۴۶ تنه ملکي کسان یې ووژل.
پاکستان وايي چې په دغو بریدونو کې یې «مشکوک ترهګر» وژلي دي.
طالبانو ددې بریدونو په غبرګون کې د پاکستان شارژدافیر احضار وکړ، خو له ځوابي عمل نه یې ډډه کړې ده.
ممتاز زهرا بلوڅ وویل، « پاکستان د خپلو خلکو لپاره متحد دی. پاکستان د افغانستان په سرحدي سیمو کې عملیات ترسره کړي دي».
هغې وضاحت ورکړ: « پاکستان دغه استخباراتي عملیات د افغانستان په سرحدي سیمو کې ترسره کړي دي».
دې چارواکې ټینګار وکړ چې پاکستان « تل له افغانستان سره په اړیکو کې خبرو ته لومړیتوب ورکړی دی». هغې وویل: « موږ د افغانستان بشپړتیا او خپلواکۍ ته درناوی لرو».
ممتاز بلوڅ د ډېرو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه او ویې ویل، « پاکستان نه غواړي د افغانستان مساله د رسنیو له لارې مطرح کړي. دا یوه دوه اړخیزه مساله ده چې افغان چارواکي هم پرې خبر دي او موږ هم».
نوموړې زياته کړه، چې د پاکستان ټول تمرکز د پولې پر مديريت، ترهګرۍ، سوداګرۍ او د دواړو غاړو د خلکو پر هوساینې دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په هوایي برید کې د ماشومانو د وژل کیدو رپوټونه بې بنسټه وګڼل او غوښتنه یې وکړه چې په هوایي بریدونو کې د وژل شویو په اړه د ټولنیزو رسنیو پر رپوټونو باور ونه کړي.
اړوندې لیکنې :
- په کابل او پکتیا کې د بیزو په تڼاکو د اخته کېدو دوې مشکوکې پېښې ثبت شوې
- په امریکا او اروپا کې د منظور پښتین د بندي کېدو په غبرګون کې لاریونونه وشول
- طالبانو په پکتیکا کې یو پخوانی قوماندان له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولی
- پاکستان د دوو چینايي انجینرانو وژل کېدل منلي
- په پاکستان کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو ۱۵۶ کسان مړه کړي
- په افغانستان کې د "پاکستان لپاره د طالبانو د حکومت" ملاتړي