روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۰۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۰۵
: 1

پاکستان: طالبان دې په سمدستي ډول د ترهګرو ډلو پر وړاندې ګام واخلي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي چې طالبان دې په سمدستي او اغېزناکه توګه د «ترهګرو ډلو» پر وړاندې اقدام وکړي.

زهرا بلوڅ پنجشنبه د سلواغې پر ۱۲مه په یوې خبري ناسته کې له طالبانو غوښتي چې د دغو ډلو مشران اسلام‌اباد ته وسپاري.

د نوموړې په خبره، پاکستان د ترهګرو ډلو په تړاو خپلې اندېښنې له طالبانو سره شریکې کړې دي.

په دې وروستیو کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د دغه هېواد پر امنیتي ځواکونو بریدونه ډېر شوې دي.

نن د بلوچستان په مرکز کوټه کې د یوې چاودنې له کبله یو کس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اکسپرېس ټربیون د راپور په حواله، پاکستانی حکومت او ټي‌ټي‌پي د دغه هېواد د ټولټاکنو د ترسراوي لپاره د افغان طالبانو په مداخلې نااعلان شوي اوربند ته رسېدلي دي.

د دغه راپور په حواله، د پاکستاني طالبانو د غړو او د دغې ډلې انشعابي څانګې (جماعت‌الاحرار) ترمنځ اختلاف زور اخیستی دی.

څه موده وړاندې د پاکستاني طالبانو غورځنګ ډاډ ورکړی و چې په دغه هېواد کې پر ټاکنیزو غونډو او ګډونوالو یې برید نه کوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x