د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګه (ای ایس پي ار) وایي، چې د هند لهخوا په بریدونو کې د دوی ۱۱ پوځيان وژل شوي او ۷۸ نور ټپیان دي.
د پوځ په اعلامیه کې راغلي، چې په وژل شویو کې ۶ تنه د پاکستان د پلیو ځواکونو او ۵ د هوایي ځواک غړي شامل دي.
اعلامیه زیاتوي، چې په دغه بریدونو کې سربېره پر دې، ۴۰ ملکې وګړي وژل شوي او ۱۲۱ نور ټپیان شوي دي.
په ملکي وژل شویو کې ۷ ښځینه او ۱۵ ماشومان هم شامل دي.
بلخوا د ۱۲۱ ټپي ملکي وکړو له جملې څخه یې ۱۰ ښځې او ۲۵ ماشومان دي.
اړوندې لیکنې :
- په پاکستان کې توکمیزې شخړې؛ لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي
- په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو زیاتوالی؛ په ۲۰۲۳ کال کې نږدې زر تنه وژل شوي
- مجاهد: افغانستان کې پر مذهبي ځایونو بریدونو کې د تاجکستان او پاکستان وګړي لاس لري
- پاکستان وايي د پکتیکا په بریدونو کې د ماشومانو د وژل کېدو رپوټونه بې بنسټه دي
- طالبانو په فاریاب کې د پخواني حکومت دوه پوځيان نیولي
- بلوچستان کې په دوو جلا پېښو کې ۶ پولیس وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي