پاکستان هڅه کوي د طالبانو پر وړاندې له تاجکستان سره اړیکې جوړې کړي، چې د افغان-پاکستان سیمهییزو اړیکو پر معادله اغېز لرلی شي.
ایکانومیک ټایمز وايي، دغه خبرې اترې د کابل او اسلاماباد ترمنځ له شخړو وروسته کیږي او آی ایس آی هڅه کوي له مقاومت جبهې سره د اړیکو لارې چارې ومومي.
یاده ورځپاڼه وايي، افغانستان او تاجکستان د یو بل پر ټولنه او سیاست اغېز لري، ځکه په افغانستان کې د تاجکانو یوه ستره طبقه ژوند کوي او تاجکستان د افغانستان د طالبانو ضد ملي مقاومت جبهې کور دی، چې مخکې د شمالي ټلوالې په نوم یادېده.
ایکانومیک ټایمز وايي چې د پاکستان ای ایس ای هڅه کوي له دې جبهې سره د اړیکو جوړولو لارې چارې ومومي.
تاجکستان د مرکزي اسیا د نورو هېوادونو برعکس له طالبانو سره خپلې اړیکې ډېرې نه دي پراخې کړې، خو له کابل سره یې یو څه کاري اړیکې جوړې کړې دي.
په افغانستان کې د جمیعت انصارالله په نوم یوه وسلهواله ډله حضور لري چې غواړي د رحمان حکومت نسکور کړي.
شنونکي وايي، تاجکستان د طالبانو پر ضد د احتمالي ګامونو په اړه محتاط دی او ښايي د کابل د اوسني حکومت پر ضد د کوم امنیتي اتحاد برخه ونه ګرځي.
تر اوسه دا روښانه نه ده، چې د پاکستان د استخباراتو رییس جنرال عاصم ملک د تاجکستان د سفر پر مهال دمقاومت جبهې له مشرانو سره لیدنه کړې که نه، خو له دې وړاندې ځینو پاکستاني ډیپلوماټانو ویلي و، چې که طالبان د تحریک طالبان پاکستان بریدونه کنټرول نه کړي، پاکستان ښايي له هغو ډلو سره اړیکې جوړې کړي چې د طالبانو مخالفت کوي.
دوشنبې ته د ای ایس ای د رییس سفر
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د دوشنبې په ورځ د پاکستان د استخباراتو له رییس جنرال محمد عاصم ملک سره لیدنه وکړه. د دې لیدنې موضوع د سیمې امنیت او د دواړو هېوادونو د امنیتي ادارو ترمنځ د همغږۍ میکانیزمونه ښودل شوي دي.
پاکستان په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د هند او تاجکستان ترمنځ د اړیکو له پراخېدو اندېښمن دی. په داسې حال کې چې دوشنبه غواړي له اسلاماباد سره اقتصادي او ولسي اړیکې پیاوړې کړي، پاکستان له دوشنبې سره په اړیکو کې له نوي ډیلي سره رقابت ته ګوري.
ځینې رپوټونه وايي، چې د پاکستان پوځي چارواکو په اسلاماباد کې د تاجکستان سفیر ته خبرداری ورکړی چې که دوشنبه له هند سره خپلې دفاعي او اقتصادي اړیکې محدودې نه کړي، نو له اسلام اباد سره یې د اړیکو د سړېدو احتمال شته.
د تاجکستان د ولسمشرۍ دفتر د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له پاکستاني چارواکو سره خبرې د «سولې، ثبات، او سیمهییز امنیت د ټینګښت» پرموضوع متمرکزې وې.
ولسمشر امام علي رحمان د دواړو هېوادونو ترمنځ له اړیکو خپله خوښي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې روانې خبرې اترې او په ځانګړي ډول د امنیت په برخه کې همکارۍ د دواړو هېوادونو لپاره ګټورې دي.
په وروستیو ورځو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ګډه پوله وسلهوالې نښتې وشوې، چې دواړو خواوو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
تاجکستان په تېرو دریو کلونو کې په پرلهپسې توګه په افغانستان کې د سختدریځو ډلو د حضور په اړه اندېښنه څرګنده کړې او طالبان یې د دې ګواښونو په مخنیوي کې په ناکامۍ تورن کړي دي. سربېره پر دې، تاجکستان د مقاومت جبهې مشرانو ته پناه ورکړې ده.
د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته، په سیمه کې د اسلامي دولت «داعش» بیا ظهور او د طالبانو حکومت امنیتي وضعیت خراب کړی او تاجکستان ته یې له پاکستاني الاصله یا پاکستان سره تړلو ډلو له اړخه دترهګریزو بریدونو خطر زیات کړی.
د پاکستان پوځي اداره له اوږدې مودې راهیسې په جنوبي او مرکزي اسیا کې پر نورو هېوادونو د فشار لپاره د ترهګرو ډلو کارونې ته ادامه ورکوي.
اړوندې لیکنې :
- د افغانستان په هکله د پاکستان دفاع وزیر او د تاجکستان سفیر خبرېاترې
- پاکستان د دوو چینايي انجینرانو وژل کېدل منلي
- په پاکستان کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو ۱۵۶ کسان مړه کړي
- په پاکستان کې توکمیزې شخړې؛ لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي
- په افغانستان کې د "پاکستان لپاره د طالبانو د حکومت" ملاتړي
- پاکستان کې مېشت افغانان: د پاکستاني پولیسو ځورول تر حد ډېر شوي دي