پاکستان او روسیې په سیمه او افغانستان کې د «ترهګریزو» ګواښونو په وړاندې د همکارۍ په زیاتولو هوکړه کړې ده.
دغه هوکړه تېره ورځ له نړۍوالې ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د پاکستان او روسیې د ګډې کاري ډلې په ۱۱مه غونډه کې شوې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه ناسته چې د مسکو په کوربهتوب جوړه شوې وه؛ د پاکستان د پلاوي مشري په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد ځانګړي استازي نبیل منیر کوله او د روسیې د پلاوي مشري بیا د دغه هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ورشینین کوله.
د خبرپاڼې له مخې، په دغه ناسته کې دواړه خواوو د نړۍوالې، سیمهییزې او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ترهګرۍ شته ګواښونو په اړه خبرې اترې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې بحثونه تر ډېره د مخ په زیاتېدونکې نړۍوالې ترهګرۍ او پر وړاندې یې د همکارۍ د زیاتولو لپاره پر اړتیا وړ تګلارو متمرکزه وو.
دواړه خواوو ویلي، چې د سیمهییز او نړۍوال ټیکاو ساتلو لپاره ګډې هڅې اړینې دي.
خو د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې په راپور کې بیا له افغانستان نه دغو هېوادونو ته د ترهګریرو ګواښونو اشاره شوې، چې پاکستان د ټيټيپي د «ترهګریزو فعالیتونو له امله اندېښمن دی او ادعا کوي چې طالبانو د دغې ډلې وسلهوالو ته په افغانستان کې پناه ځایونه ورکړي او په روسیه کې بیا تېرکال د داعش برید ته پکې اشاره شوې، چې ش
اړوندې لیکنې :
- په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو زیاتوالی؛ په ۲۰۲۳ کال کې نږدې زر تنه وژل شوي
- متیو میلر: امریکا په افغانستان او سیمه کې د داعش ګواښونو ته اندېښمنه ده
- پاکستان: طالبان دې په سمدستي ډول د ترهګرو ډلو پر وړاندې ګام واخلي
- پاکستان ته د طالبانو پور او د مهاجرینو د اخراج په وړاندې یو معنی لرونکی دریځ
- پاکستان ته د طالبانو پور او د مهاجرینو د اخراج په وړاندې یو معنی لرونکی دریځ
- ډنمارک: په افغانستان کې ښځینه خبریالانې هره ورځ د ظلم پر وړاندې مبارزه کوي