هر ګړې د کابل په وخت : 3:11 pm
ننې نیټه : 03-09-2025
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : 03-09-2025
ساعت : 15:11
: 2

پاکستانۍ ورځپاڼه: د طالبانو په اړه د اسلام‌اباد هیلې خیال وګرځېد

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د راپور له‌مخې، اسلام‌اباد فکر کاوه چې د طالبانو په راتګ سره به د هند نفوذ کم شي او د پاکستان امنیتي ستونزې به راکمې شي؛ خو پر ځای یې تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) لا پیاوړی شوی او د پرمختللو وسلو او مالي سرچینو په مټ یې بریدونه زیات کړي دي.

اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې په تازه تحلیل کې لیکلي، چې د طالبانو تر واکمنېدو څلور کاله وروسته د پاکستان تمې له پامه وغورځېدې.

د راپور له‌مخې، اسلام‌اباد فکر کاوه چې د طالبانو په راتګ سره به د هند نفوذ کم شي او د پاکستان امنیتي ستونزې به راکمې شي؛ خو پر ځای یې تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) لا پیاوړی شوی او د پرمختللو وسلو او مالي سرچینو په مټ یې بریدونه زیات کړي دي.

ورځپاڼه زیاتوي، پاکستان د ډیپلوماټیکو هڅو، د پولې تړلو او حتا هوايي بریدونو له لارې هڅه کړې چې طالبان اړ کړي د اسلام‌اباد ضد ډلو پر وړاندې اقدام وکړي، خو تر اوسه یې هېڅ نتیجه نه‌ده تر لاسه کړې.

سرچینې وایي، طالبان نه یوازې دغو ډلو ته خوندي ځای ورکړی؛ بلکې مالي او وسله‌وال ملاتړ هم ورسره کوي.

په تحلیل کې دا هم راغلي، چې کابل اوس له نوي ډیلي سره پراخې اړیکې ټینګې کړې او د پوځي تجهیزاتو او روزنې د ترلاسه کولو هڅه کوي، په داسې حال کې چې چین د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ منځګړیتوب کوي، خو د پام وړ بدلون نه‌دی راغلی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x