هر ګړې د کابل په وخت : ۳:۰۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۱۰-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 3
تاریخ : ۱۶-۱۰-۱۴۰۳
ساعت : ۰۳:۰۸
: 3

پاکستاني کارپوهان: طالبان د پاکستان د نا اهله بچیانو په څېر عمل کوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو او پاکستان تر منځ د تاو تریخوالي له زیاتېدو وروسته، پاکستاني کارپوهانو د طالبانو ډله د نا اهله ماشومانو سره پرتله کړې چې اوس د پاکستان د بې ثباتۍ سرچینه ګرځیدلې ده.

ؤ

 

د طالبانو او پاکستان تر منځ د تاو تریخوالي له زیاتېدو وروسته، پاکستاني کارپوهانو د طالبانو ډله د نا اهله ماشومانو سره پرتله کړې چې اوس د پاکستان د بې ثباتۍ سرچینه ګرځیدلې ده.

د پرینټ ورځپاڼې د راپور له مخې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه، دوی د طالبانو له وحشيانه کړنو ناخوښ دي او دغه ډله په سیمه کې د امنیتي بحرانونو لامل ګڼي.

له تحریک طالبان پاکستان څخه د طالبانو تش په نامه ملاتړ د دې مایوسۍ یو اصلي لامل دی.

یوه پاکستاني کارونکي لیکلي: “افغان ملتپال چې تل د طالبانو له حکومت څخه شکایت کوي او د امریکا د مداخلې غوښتنه کوي، هم پر پاکستان سختې نیوکې کوي. د دوی لپاره، یوازینی هېواد چې پر افغانستان د برید حق لري متحده ایالات دي. دوی د امریکايي بې پیلوټه الوتکو له خوا د ملکي افغانانو د وژلو ملاتړ کاوه، خو اوس د پاکستان پر ضد په پروپاګند سره دوه ګونی داستان جوړوي، چې د ځان په دفاع کې د ترهګرو پر پټنځایونو بریدونه کوي.»

یو بل کارونکي په نورو سیمه ییزو کړکېچونو کې د طالبانو فعالیت ته اشاره کړې او لیکلي یې دي: «د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا ۳۰۰افغان پناه غوښتونکي ووژل شول، خو طالبانو کوم غبرګون نه دی ښودلی. په هرصورت، کله چې د پاکستان خبره راځي، طالبان سمدلاسه غبرګون څرګندوي او سختې نیوکې کوي.”

همدارنګه ځینو کاروونکو د طالبانو په پیاوړي کولو کې د پاکستان رول هم منلی دی.

یو یې لیکلي: “پاکستان د لویدیځ په مالي ملاتړ او پوره پوهې سره طالبان پیاوړي کړل، خو دغه ډله تر ډېره ځواکمنه او ملتپاله شوه. اوس پاکستان د دې تګلارې پایلې ترلاسه کوي. چې څه کړې، همغه به ریبې.”

خبریال او د سیاسي چارو کارپوه سمیع یوسفزی په دې باور دی، چې د جګړې له شعارونو سره سره پاکستان او طالبان د یوې بشپړې جګړې توان نه لري.

هغه وویل: “پاکستان کولی شي د یو ځواکمن پوځ او اټومي ځواک سره سخت ګوزارونه وکړي، مګر طالبان هم کولی شي په غیر متناسب تکتیکونو لکه ځانمرګو بریدونو او د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ بیلتون غوښتونکو ډلو په ملاتړ سره سیمه بې ثباته کړي. دا وضعیت هر ډول مخامخ مقابله خطرناکه کوي.»

يوسفزي زياته کړه: “پاکستان د افغان طالبانو په پرتله زيات مسوول دى، ځکه چې طالبان د نا لوستو اوشیطانه ماشومانو په څېر چلند کوي. دوی غیر متوقع او خطرناک دي او پاکستان باید د دوی په اړه هوښیار وي.”

هغه د طالبانو ستونزو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: «د طالبانو لومړی رژیم د القاعدې د ملاتړ له امله نسکور شو او اوس تحریک طالبان پاکستان د هغوی لپاره ستونزه ګرځېدلې ده. طالبان سیاسي تفاهم او روښانه ستراتیژي نلري.»

یوسفزي همداراز ټینګار وکړ، چې طالبان په افغانستان کې ډېر محبوبیت نه لري او د افغانانو تر منځ د پاکستان ضد احساسات ډېر پیاوړي دي.

شنونکي د دې کړکېچونو د راتلونکي په اړه بېل نظرونه لري، خو ډېری په دې باور دي چې دواړه لوري باید محتاط وي. په پای کې، یوسفزي خبرداری ورکړ: “د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان یو عادي رژیم نه دی، بلکې یو غیر معمولي رژیم دی.”

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x