هر ګړې د کابل په وخت : ۳:۲۷ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۶-۱۰-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۶-۱۰-۱۴۰۳
ساعت : ۱۵:۲۷
: 2

پاکستاني پولیسو ویلي د جنورۍ له ۱۵مې وروسته دې افغانان له اسلام اباد او پېنډۍ ووځي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : ‏په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت وایي، د پولیسو له لوري افغانانو ته ویل کېږي چې د جنورۍ له ۱۵مې نېټې وروسته دې ټول بې اسناده او اسناد لرونکي افغانان له اسلام اباد او پېنډۍ څخه ووځي.

 

‏په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت وایي، د پولیسو له لوري افغانانو ته ویل کېږي چې د جنورۍ له ۱۵مې نېټې وروسته دې ټول بې اسناده او اسناد لرونکي افغانان له اسلام اباد او پېنډۍ څخه ووځي.

دغه وزارت پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه څرګندونې په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر سرادر احمد شکېب په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشرې فلیپا کنډلر سره په کتنه کې کړې دي.

نوموړي دارنګه ویلي، چې دغې پرېکړې د افغان کډوالو لپاره لوی سرخوږی جوړ کړی دی.

‏ په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغې لیدنه کې ښاغلي شکېب دارنګه په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د افغانانو د نیول کېدو او ځورونې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

ښاغلي شکېب د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ غوښتي، چې د اې سي سي او پي او ار کارټ لرونکو افغانانو له حقونو څخه دفاع او د هغوی لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرولو په برخه کې دې لازم ګامونه واخلي.

په خبرپاڼه کې د هغه له قوله راغلي: «پولیس د افغان کډوالو کورونه تالاشي کوي، د ښځو او ماشومانو په ګډون ان هغه افغانان چې ویزې او قانوني اسناد هم لري نیسي او په ځینو برخو کې ور څخه د بډې اخیستنې او ډېرو پیسو غوښتنه هم کېږي.»

‏هغه زیاته کړې، ګڼ افغانان چې له لسیزو راهیسې په پېنډۍ کې اوسېږي؛ اوس‌مهال د پولیسو او د جبري ستنېدو له وېرې یې خپل کاروبار او هټۍ له څو اونیو راهیسې تړلې دي.

‏په خبرپاڼه کې راغلي، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشرې فیلیپا کنډلر هم د افغان کډوالو په اړه د پاکستان د وروستیو اقداماتو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې په دې تړاو ورته شکایتونه هم رسېدلي دي.

په خبرپاڼه کې د اغلې فلیپا له قوله راغلي: «موږ په دې اړه د پاکستان حکومت، بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو له چارواکو سره څو غونډې کړې دي.»
خو طالبانو د دغې لیدنې کوم انځور نه دی خپور کړی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x