روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۰۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۸-۰۹-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۸-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۰۲

ټي‌ټي‌پي: یوې بلې وسله‌والې ډلې هم ورسره بیعت کړی او له دوی سره یو ځای شوه

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د تحریک طالبان پاکستان ډله ټي‌ټي‌پي وایي، چې د حافظ جلالي په مشرۍ یوه وسله‌واله ډله یو ځای شوې ده.

 

د تحریک طالبان پاکستان ډله ټي‌ټي‌پي وایي، چې د حافظ جلالي په مشرۍ یوه وسله‌واله ډله یو ځای شوې ده.
د دغې ډلې ویاند محمد خراساني رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه ډله د کوهاټ په ولسوالۍ کې له دوی سره یو ځای شوې ده؛ خو د دغې یو ځای شوې ډلې د غړو د شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي او دا یې هم نه ده روښانه کړې، چې دغه وسله‌وال کسان په کومو وسلو سمبال دي.

تر دې وړاندې هم ټي‌ټي‌پي د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په صوبو کې د ځینو ډلو د یو ځای کېدو خبره کړې وه.

همدغه تېره ورځ دغې ډلې ادعا کړې وه، چې د خیبر پښتونخوا په باړه کې یوه بله وسله‌واله ډله هم ورسره یو ځای شوې وه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x