روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۲:۵۳ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۳-۰۷-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 3
تاریخ : ۰۳-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۱۲:۵۳
: 3

ټي‌ټي‌پي د بهرنیو دیپلوماتانو پر کاروان برید کې لاس لرل رد کړ

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د پاکستاني طالبانو غورځنګ «ټي‌ټي‌پي» په خیبرپښتونخوا کې د بهرنیو دیپلوماتانو د موټرو پر کاروان شوي برید کې لاس لرل رد کړي دي.

د پاکستاني طالبانو غورځنګ «ټي‌ټي‌پي» په خیبرپښتونخوا کې د بهرنیو دیپلوماتانو د موټرو پر کاروان شوي برید کې لاس لرل رد کړي دي.

نوموړي غورځنګ دوشنبه د سپټمبر پر ۲۳مه یو خپاره کړي بیان کې ویلي چې پر دغه کاروان شوي برید کې لاس نه لري.

په بیان کې راغلي: «پر بهرنیو دیپلوماتانو شوی برید له موږ سره تړاو نه لري.»

د موټرو دا کاروان پرون په خیبرپښتونخوا کې د ځای پر ځای شوي ماین ښکار شو چې په پاېله کې یې یو پولیس ووژل شو.

ماین هغه مهال چاودنه کړې چې د موټرو کاروان د خیبرپښتونخوا په سوات سیمه کې د تېرېدو په حال کې و.

ویل کېږي چې په دغه کاروان کې د روسیې، تاجکستان، ایران، ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان، اندونیزیا، ویتنام او څو نورو هېوادونو دیپلوماتان وو.

د خیبرپښتونخوا چارواکو ویلي چې په دغه برید کې بهرنیو دیپلوماتانو ته زیان رسېدلی نه دی.

د یادونې ده چې څو میاشتې وړاندې هم په دغه هېواد کې ناڅرګندو وسله‌والو پنځه چینايي انجنیران وژلي وو.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x