د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ولادیمیر پوتین سره تر لیدنې وروسته وویل، کېدای شي اوکراین له روسیې سره د سولې هوکړې په تړاو موافق نه شي.
هغه وايي، دا ځکه چې د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن دغه هېواد ته لکه د شربت غوندې پیسې او د مېلیاردونو ډالرو پوځي مرسته ورکوله.
ټرمپ فاکس نیوز ته وویل: «زه فکر کوم موږ د توافق لپاره سره ډېر نږدې یو. اوکراین هم ورسره موافق شوی؛ خو کېدای شي رد یې کړي، ځکه بایډن پیسې لکه خوږ شربت وېشلې دي. اروپا هم ډېره مرسته وکړه.
موږ ۳۵۰ میلیارده ډالر ورکړل، اروپا لږ څه ورکړل؛ خو بیا هم لوی رقم و، شاوخوا ۱۰۰میلیارده ډالر.»
ټرمپ له پوتین سره تر ناستې وروسته فاکس نیوز ته په مرکه کې هیله څرګنده کړې، چې پوتین غواړي د اوکراین کړکېچ نور ختم شي.
اړوندې لیکنې :
- جرمني له اوکراین سره۶۵۰ میلیونه یورو پوځي مرسته اعلان کړه
- امریکا له اوکراین سره ۴۲۵ میلیونه ډالره نوې مرسته وکړه
- طالبان ترانه ویوونکو ته پیسې ورکوي چې د ملا هبت الله د فرمانونو په ملاتړ ترانې ولیکي
- بایډن: اسراییل باید په غزه کې د اوربند هوکړه وروستۍ کړي
- صالح: د بایډن حکومت له طالبانو سره پټې مالي مرستې کړې دي
- بایډن: د افغانستان په اړه محرم سند د تاریخ لپاره ساتلی