روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۱۴ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۲۰:۱۴
: 1

ټرمپ: یوازې زه کولای شم د درېیمې نړیوالې جګړې د پېښېدو مخنیوی وکړم

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د امریکا پخوانی ولسمشر او د دغه هېواد ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوري‌غوښتونکي ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ وايي، یوازې دی کولای شي چې د درېیمې نړیوالې جګړې د پېښېدو مخنیوی وکړي.

د امریکا پخوانی ولسمشر او د دغه هېواد ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوري‌غوښتونکي ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ وايي، یوازې دی کولای شي چې د درېیمې نړیوالې جګړې د پېښېدو مخنیوی وکړي.

الجزیرې سه‌شنبه د سپټمبر پر ۱۷مه، شپه‌مهال د ټرمپ په حواله راپور ورکړی چې نړۍ اوس د درېیمې جګړې په څنډه کې ده.

هغه زیاته کړې: «نړۍ خامخا د جګړې او ګډوډۍ پر لور روانه ده او یوازې زه په ټاکنو کې د بریالي کېدو په صورت کې کولای شم چې د درېیمې نړیوالې جګړې مخنیوی وکړم.»

د دغه راپور پر بنسټ، د امریکا پخواني ولسمشر یو وار بیا په غونډه کې د ده پر ژوند د وروستي برید هڅه منلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ تر دې مخکې د امریکا ولسمشر جو بایډن پر سیاستونو نیوکې کړې وې او په وینا یې، بایډن نړۍ د درېیمې نړیوالې جګړې پر لور روانه کړې ده.

څو ورځې مخګې د امریکا د جمهوري‌غوښتونکي ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ له خپلې ډیموکراټې سیالې کاملا هرېس سره په یوې ټلوېزیوني مناظره کې د اوکراین او اسرائیل جګړې ته په اشارې ویلي و چې که دی ټاکنې وګټي، دا جګړې به پای ته ورسوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x