هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۰۵ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۱-۰۱-۱۴۰۴
تاریخ : ۱۱-۰۱-۱۴۰۴
ساعت : ۱۶:۰۵

ټرمپ په امریکا کې د ۵۳۰ زره کډوالو د لنډمهاله استوګنې اسناد لغوه کوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : دا پرېکړه هغه دوه کلن “مشروط اقامت” (پرول) لنډوي، چې د پخواني ولسمشر جو بایډن د ادارې له لوري دغو کډوالو ته ورکړل شوی و، چې د امریکا د ملاتړ کوونکو له لارې یې د الوتکې په واسطه امریکا ته د داخلېدو اجازه ورکوله.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره په متحده ایالاتو کې د کیوبا، هایټي، نیکاراګوا او د وینزویلا د وګړو په ګډون د ۵۳۰ زره کسانو د لنډمهالې استوګنې قانوني اسناد لغوه کوي.

د کډوالو پر وړاندې د ټرمپ سخت دریځه دا اقدام د اپرېل په ۲۴مه عملي کېږي.

دا پرېکړه هغه دوه کلن “مشروط اقامت” (پرول) لنډوي، چې د پخواني ولسمشر جو بایډن د ادارې له لوري دغو کډوالو ته ورکړل شوی و، چې د امریکا د ملاتړ کوونکو له لارې یې د الوتکې په واسطه امریکا ته د داخلېدو اجازه ورکوله.

د امریکایي وګړو او کډوالو یوې ډلې د ټرمپ ادارې پر وړاندې د لنډمهاله استوګنې (پرول) د پای ته رسولو لپاره دعوی کړې او د څلورو ملیتونو لپاره د پروګرامونو د بیا پیلولو په لټه کې دي.

بایډن په ۲۰۲۲ کال کې د وینزویلایانو لپاره د پرول پروګرام پیل کړ او په ۲۰۲۳ کال کې یې کیوبایانو، هایټیانو او نیکاراګوایانو ته وغځاوه ځکه چې د هغه اداره کې د دغو ملیتونو څخه ناقانونه کډوالي ډېره شوې وه.

دا نوې قانوني لارې په داسې حال کې رامنځته شوې، چې بایډن هڅه وکړه د امریکا-مکسیکو پر پوله د غیرقانوني تګ راتګ مخه ونیسي.

ټرمپ چې خپله ټاکنیزه مبارزه د کډوالۍ ضد سخت دریځ پر بنسټ مخته وړله، واک ته له رسېدو وروسته، سمدستي د کډوالو د قانون پلي کولو لپاره سخت ګامونه واخیستل.

دې اقداماتو کې د هغو کسانو د شړلو هڅه هم شامله وه، چې په امریکا کې د قانوني اسنادو پرته ژوند کوي.
هغه استدلال کړی، چې د قانوني ننوتلو لنډمهاله پروګرامونه چې د بایډن له لوري پیل شوي وو، د فدرالي قانون له حدودو وتلي وو.

د همدې لپاره نوموړي د جنورۍ ۲۰مه په یوه اجرايي فرمان کې د دې پروګرامونو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.
د الجزیرې د راپور له مخې، د ټرمپ ادارې دا پرېکړه چې له نیم میلیون مهاجرینو څخه قانوني حیثیت اخلي، کولی شي هغوی د شړلو له ګواښ سره مخ کړي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت د فدرالي ثبت په خبرتیا کې چې ټاکل شوې ده د دوشنبې په ورځ رسماً خپره شي، ویلي چې د لنډمهاله استوګنې حیثیت لغوه کول به د کډوالو د چټک اېستلو پروسه اسانه کړي.

دا بهیر چې “چټک اېستل نومېږي، د هغو کسانو شړل ګړندي کوي چې قانوني اسناد نه لري او د کډوالۍ د قوانینو له مخې، ژر تر ژره له هېواده اېستل کېږي.
د کډوالو د حقونو مدافع ډلې “جسټس اکشن سنټر” مشره کارن ټملین وویل. چې د ټرمپ اداره هغه ژمنه ماتوي، چې فدرالي حکومت له سلګونو زرو کډوالو او د هغوی له ملاتړ کوونکو سره کړې وه.

هغې د اې اف پي خبري اژانس ته وویل: “د کیوبا، هایټي، نکاراګوا او وینزویلا لنډمهاله استوګنې اسناد لرونکو کسانو قانوني حیثیت په ناڅاپي ډول لغوه کول به د ټول هېواد په کچه کورنیو او ټولنو ته بې‌ځایه ګډوډي رامنځته کړي.”

د مارچ په ۶مه ټرمپ وویل، چې ډېر ژر به پرېکړه وکړي چې ایا شاوخوا ۲۴۰ زره اوکراینیانو ته ورکړل شوی لنډمهاله اقامت هم لغوه کړي، کوم چې د روسیې جګړې له امله امریکا ته تښتېدلي دي.

د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال چې په جنورۍ کې دا تګلاره بېرته عملي شوه، «چټک اېستل» کولای شي پر هغو کډوالو تطبیق شي، چې له دوو کلونو لږ موده یې په امریکا کې تېر ه کړې وي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x