د خیبرپښتونخوا د لکي مروت ځايي پولیس وايي، چې مخ پټو وسله والو د لکي مروت ولسوالۍ په قبال خیلو کې نن سهار ۱۶ تنه هغه کارګر تښتولي چې په سیمه کې یې د دولتي ودانیو جوړولو په برخه کې کار کاوه.
ویل کیږی چه وسله والو د کاګرو هغه موټر سوځولی چې دوی په کې سپاره وو.
د پاکستان خراسان ډایري رسنۍ د لکي مروت ولسوالۍ د ځايي پولیسو په حواله ويلي، چې نن سهار پنجشنبه د (مرغومي ۲۰مه) په سیمه کې وسله والو ۱۶ کارګر تښتولي او د دوی موټر ته یې اور ورته کړی.
تېره اوونۍ وسله والو څلور پولیس د دندو پر مهال له سیمې تښتولي وو، چې لا یې هم برخلیک نه دی معلوم.
تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه کار مسوولیت نه دی منلی، خو په دې سیمه کې د تي ټي پي وسله واله ډله فعاله ده.
پولیسو ويلي، چې دغو کارګرو په سیمه کې د دولتي تاسیساتو په جوړو کار کاوه نو د دوی په خبره ځکه وسله والو تښتولي.
تر دې وړاندې تحریک طالبان پاکستان وسله والو د خبرپاڼو له لارې ملکي او نظامي کسانو ته خبرداری ورکړی و، چې د پاکستاني امنیتي ځواکونو له لیکو ووځي او د حکومت په چارو کې ونډه وانه خلي.
د یوه بل خبر له مخې د خیبرپښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې په عملیاتو کې لږ تر لږه درې وسله وال وژلي دي.
وسله والو ډلو په دې اړه څه نه دي ویلي.