روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۱۶ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۱-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۱-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۹:۱۶
: 1

وروستی تم‌ځای؛ د بدخشان یو ځوان په کابل کې ځان‌وژنه وکړه

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په بدخشان ولایت کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې یو ۳۰ کلن ځوان ځان زندۍ کړی او خپل ژوند یې پای ته رسولی دی. سرچينې شنبه د چنګاښ پر ۲مه ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې دې ځوان تېره شپه په کابل ښار کې ځان‌وژنه کړې ده.

په بدخشان ولایت کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې یو ۳۰ کلن ځوان ځان زندۍ کړی او خپل ژوند یې پای ته رسولی دی.

سرچينې شنبه د چنګاښ پر ۲مه ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې دې ځوان تېره شپه په کابل ښار کې ځان‌وژنه کړې ده.

دا ځوان حامد نومېده او د بدخشان د شغنان ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و.

د سرچینې په خبره، حامد په فارياب پوهنتون زده‌کړې کولې او په دې وروستيو کې کابل ته راغلى و.

د حامد د ځان‌وژنې لامل څرګند نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا درې اوونۍ مخکې د بدخشان په مرکز فيض‌اباد ښار کې يوې پیغلې د کورنيو ستونزو له کبله ځان‌وژنه کړې وه.

پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو را وروسته د اقتصادي او مالي ستونزو لامله د ځان‌وژنې پېښې ډېرې شوې دي

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x