روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۱۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۱۳

واوره ورېدنه؛ د غزني د څلورو ولسواليو لارې تړل شوې دي

په غزني کې ځايي سرچينې د دغه ولايت له مرکز سره د څلورو ولسواليو د مواصلاتي لارو د تړل کېدو خبر ورکوي.

سرچینې دوشنبه، د سلواغې پر ۳۰مه رسنی ته منلې چې د جاغوري، مالستان، ناوړ او اجرستان ولسوالیو لارې د واورې ورېدنې له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.

سرچينې زياته کړې چې د يادو ولسواليو په ځينو سيمو کې د واورې کچه تر ٥٠ سانتي مترو پورې ده.

تر دې مخکې د سالنګ لارې او د بدخشان د پنځو ولسوالیو د مواصلاتي لارو د تړل کېدو خبر هم ورکړل شوی و.

د روان کال په ژمي کې دا دویم ځل دی چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې خلک د واورې ورېدنې شاهدان دي.

د تېرو څو کلونو وچکالۍ ته په پام سره ښاريان د دې واورې د ورېدنې هرکلى کوي او هيله څرګندوي چې راتلونکي کال د وچکالۍ شاهدان نه وي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x