له سوریې څخه د بشارالاسد د وتلو په اړه د ځینو راپورونو په خپرېدو سره، وال سټریټ ژورنال د سوریې او عربي امنیتي چارواکو په حواله ویلي چې نوموړی د جمعې په ورځ په سوریه کې پاتې شو، خو تېره اوونۍ یې مېرمن او ماشومان روسیې او اوښي یې متحده عربي اماراتو ته ولاړل.
تر دې وړاندې داسې خبرونه هم خپاره شوي وو، چې بشارالاسد له سوریې پښې سپکې کړې او وتلی دی.
خو په واشنګټن کې د اردن سفارت د وال سټریټ ژورنال هغه راپور رد کړ چې ګواکې اردني چارواکو له بشارالاسد څخه غوښتي چې له سوریې ووځي او په جلاوطنۍ کې یو حکومت جوړ کړي.
سفارت ویلي چې دا خبر په بشپړ ډول بې بنسټه او له حقیقته لرې دی.
تر دې مخکې وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی و چې مصري او اردني چارواکو بشارالاسد ته وړاندیز کړی و، چې له سوریې ووځي او په جلاوطنۍ کې حکومت جوړ کړي.