سیمهییزې سرچینې وايي، په ننګرهار ولایت کې ناپېژاندو وسلهوالو یو کس پر ډزو ویشتی چې له کبله یې هغه ژوند بایللی دی.
سرچینې ته منلې چې مقتول خانولي نومېده او دوشنبه د وري پر ۷مه، مازدیګر شاوخوا ۵:۰۰ بجې د پچیراګام ولسوالۍ په «سلیمانخېل تنګي» کې وژل شوی دی.
خانولي په اصل کې د ننګرهار ولايت اوسېدونکی و؛ خو په سعودي عربستان کې یې ژوند کاوه.
د سرچينو په خبره، یاد کس د یوې مېلمستیا لپاره هېواد ته راستون شوی و.
تراوسه د خانولي د وژنې انګیزه څرګنده نه ده.
طالبانو هم تر دې دمه په دې هکله څه نه دي ویلي.
په دې وروستيو کې د هېواد بېلابېلو سيمو، په ځانګړې توګه ننګرهار ولايت کې مرموزې او هدفي وژنې زياتې شوې دي.
د همدې اوونۍ شنبه ورځ هم د دغه ولایت د سپین غر ولسوالۍ په «خرګني» سیمه کې ناپېژاندو وسلهوالو یو کس پر ډزو وواژه.
اړوندې لیکنې :
- د مرموزو وژنو زیاتوالی؛ ناپېژانده وسلهوالو په غور کې یو سړی وواژه
- په هېواد کې د مرموزو او هدفي وژنو روانه لړۍ؛ ناپېژندو وسلهوالو په فاریاب کې یو ځوان وویشت
- ناپېژاندو وسلهوالو په ننګرهار کې یوه ښځه وژلې
- د مرموزو وژنو روانه لړۍ؛ ناپېژنده وسلهوالو په خوست کې یو ځوان په ډزو وواژه
- په کندهار کې د وسلهوالو پېښو دوام؛ ناپېژاندو وسلهوالو یو سړی وواژه
- د مرموزو وژنو زیاتوالی؛ په هرات کې د يوه سړي مړى موندل شوى