روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۲۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۲۷

هېواد کې د مرموزو وژنو دوام؛ په سمنګان کې يو ځوان وژل شوی

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  د سمنګان ولایت سیمه‌ییزې سرچینې په مرموز ډول د یو ځوان د وژل کېدو خبر ورکوي. سرچينې منلې چې دا ځوان د ايبک ښار د «دره زندان» په کلي کې وژل شوی دی. دا ځوان نصيراحمد نومېده او د چړې پر ګوزارونو وژل شوی.

د سمنګان ولایت سیمه‌ییزې سرچینې په مرموز ډول د یو ځوان د وژل کېدو خبر ورکوي.

سرچينې منلې چې دا ځوان د ايبک ښار د «دره زندان» په کلي کې وژل شوی دی.

دا ځوان نصيراحمد نومېده او د چړې پر ګوزارونو وژل شوی.

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، نصيراحمد «ازاد کاروبار» کاوه.

د سمنګان ولايت د طالبانو امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر هم دا پېښه منلې ده.

تر اوسه د دې ځوان د وژنې لامل او عاملان نه دي په ګوته شوي.

پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول په سمنګان کې د مرموز وژنو پېښې ډېرې شوې دي.

د خپاره شويو راپورونو پر بنسټ، روانه اوونۍ په ايبک ښار کې د مرموزو وژنو دوه پېښې ثبت شوې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x