د هند د بهرنیو چارو وزیر، ایس. جې شنکر، په بروکسل کې وویل چې هند د پاکستان ۸ اصلي هوایي اډې له کاره غورځولي او خبرداری یې ورکړی چې هر ډول ترهګري به په شدید ډول ځواب ورکړل شي.
جې شنکر په څرګند ډول پاکستان تورن کړ چې ترهګري یې د دولتي پالیسۍ برخه ګرځولې او هر وخت یې د هند په وړاندې د ترهګرۍ هڅو ته دوام ورکړی دی.
هغه زیاته کړه چې هند د خپلو جنګي الوتکو او توغندیو له لارې د پاکستان هوایي ځواک ته پراخ زیان رسولی، کوم چې اسلام آباد اړ کړی چې سولې ته زړه ښه کړي.
شنکر د پاکستان په اړه وویل، چې دا هېواد په ښکاره ډول ترهګران روزي او هغوی ته د هند پر وړاندې د بریدونو لپاره زمینه برابروي.
هغه د اپرېل په میاشت کې د بریدونو یادونه وکړه او څرګنده یې کړه چې هند به په هر قیمت کې د ترهګرۍ په وړاندې خپلې غبرګونې ته دوام ورکړي.
اړوندې لیکنې :
- د ټرمپ د تعرفو اصلي طراح څوک دی؟
- په افغانستان کې د داعش د پراخېدو اصلي عامل
- پر کاناډا د امریکايي تعرفو لوړولو له امله تر ۴۰زره ډېر کسان بېکاره شوي دي
- په تېرو دوو ورځو کې د اسراییل د هوایي بریدونو له امله ۱۴۰ فلسطینیان وژل شوي
- د اېف بي ای مشر امریکا ته د کابل هوایي ډګر د ځانمرګي برید د طراح د رسېدو خبر ورکړ
- افغانې ښځې او نجونې د بشري خدمتونو د کمښت اصلي قربانیانې دي