هندي رسنۍ نیوز ۱۸ لیکلي، متحدهایالت د طالبانو پر وړاندې د خپل سیاست د بدلون په حال کې دی. واشنګټن له طالبانو سره د اړیکو بیا پیلېدو ته چمتووالی نیسي او ښايي په کابل کې خپل سفارت هم پرانېزي.
په راپور کې د سپینې ماڼۍ د سرچینو له قوله راغلي، چې دا اقدام د طالبانو او ټرمپ ترمنځ د «مخ پر زیاتېدونکي ښه نیت» څرګندونه کوي.
راپور زیاتوي، طالبانو تل خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې اقتصادي سقوط لوېدیځ ته د کډوالۍ لامل کېدای شي، داسې ښکاري چې دغه خبرداري واشنګتن مرستې او ډېپلوماټیکو ښکېلتیا لپاره لېواله کړی دی.
نیوز ۱۸ په افغانستان کې د امریکايي زندانیانو په اړه زیاته کړې، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د بندیانو تبادلې د دوی ترمنځ ډېپلوماټیکو خبرو ته لار هواره کړې ده.
نوموړې رسنۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مېلیونونو ډالرو جایزو له نوملړ څخه د حقاني او د هغه د کورنۍ د درېیو نورو غړو د نوم اېستل د کابل په تړاو د واشنګټن د چلند د بدلون یوه ښکاره نښه ګڼلې ده.
بل خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد کابل ته د امریکايي پلاوي د سفر په اړه په خپل لومړي غبرګون کې ویلي، چې طالب چارواکو د ډونالډ ټرمپ له استازي سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
نوموړي د سېشنبې په ورځ له العربیه ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، دوی له امریکايي حکومته غوښتي چې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت دې دغې ډلې ته وسپاري او په کابل کې دې د امریکا سفارت بېرته پرانېزي.
مجاهد ویلي، چې دا ډله د امریکايي پلاوي ځواب ته انتظار باسي.
اړوندې لیکنې :
- واشنګټن ایګزمینر: امریکا کابل کې د خپل سفارت د بیا پرانیستلو پلان نه لري
- د امریکا د سفارت شارزدافېره ویلي د افغان ښځو او نجونو ملاتړ ته دوام ورکوم
- طالبان: رسنۍ دې اختریزو خپرونو کې د منکراتو لور ته نه ځي
- پاکستانۍ رسنۍ: هند د طالبانو له لارې ټيټيپي ته وسلې ورکوي
- اسټرالیایي رسنۍ: راشد خان په ملا کې د ستونزې له امله بېګ باش لوبو څخه بهر شو
- طالبانو د یوې رسنۍ مدیر د یوناما او یونسکو څخه د پيسو اخیستو په تور نیولی دی