هر ګړې د کابل په وخت : 10:37 am
ننې نیټه : 15-09-2025
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : 15-09-2025
ساعت : 10:37
: 1

پاکستانۍ رسنۍ: هند د طالبانو له لارې ټي‌ټي‌پي ته وسلې ورکوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : پاکستانۍ ورځپاڼې، اېکسپرېس ټرېبیون، ادعا کړې چې هند د طالبانو له لارې د پاکستان د بې‌ثباته کولو لپاره ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلتون غوښتونکو ته وسلې ورکوي.ورځپاڼې په یوې مقاله کې د افغانستان د پخواني جمهوري نظام یوه لوړپوړي چارواکي له قوله ویلي چې هند په افغانستان کې د پاکستان ضد ډلو سره مالي مرستې کوي، وسلې ورکوي او حتی پټن‌ځایونه هم ورته برابروي.

پاکستانۍ ورځپاڼې، اېکسپرېس ټرېبیون، ادعا کړې چې هند د طالبانو له لارې د پاکستان د بې‌ثباته کولو لپاره ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلتون غوښتونکو ته وسلې ورکوي.

ورځپاڼې په یوې مقاله کې د افغانستان د پخواني جمهوري نظام یوه لوړپوړي چارواکي له قوله ویلي چې هند په افغانستان کې د پاکستان ضد ډلو سره مالي مرستې کوي، وسلې ورکوي او حتی پټن‌ځایونه هم ورته برابروي.

د مقالې په وینا، طالبان د دغو ډلو پر وړاندې چوپه خوله پاتې دي، او د سیمې امنیتي کارپوهان د پاکستان د بې‌ثباتۍ درې عمده عوامل په افغانستان کې د حاکمیت خلا، پرمختللې وسلې او د ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلتون غوښتونکو همکاري ګڼي.

همچنان، د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي چې طالبان د دې ترهګرو ډلو د فعالیتونو پر وړاندې هېڅ اقدام نه کوي.

د امریکا یو څېړنیز مرکز هم ویلي چې د هند استخبارات د ترهګرو ډلو د مخابراتو شبکه کنټرولوي، او د افغانستان د ځینو هوايي ډګرونو څخه د وسلو لېږد روان دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x