روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۲:۰۷ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۱-۰۹-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۱-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۱۴:۰۷

هلمند کې یو طالب قومندان خپلې دوېمې میرمن د تبر په ګوزار وژلی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : هلمند کي ځایي سرچینې وايي، چې د دې ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د طالبانو یو ځایي قومندان قاري سیف‌الله خپلې دوېمې مېرمنې د تبر په ګوزار وژلی دی.

 

هلمند کي ځایي سرچینې وايي، چې د دې ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د طالبانو یو ځایي قومندان قاري سیف‌الله خپلې دوېمې مېرمنې د تبر په ګوزار وژلی دی.

یوې سرچینې وویل، چې پېښه تېره شپه دوشنبه، ۲۸ د لړم، د موسی کلا ولسوالۍ اړوند «شورشورک» سیمه کې رامنځته شوې.

سرچینه زیاتوي، یاده میرمن شاوخوا ۲۰ کاله عمر لري او څو میاشتې وړاندې د خپل پلار له لوري دغه طالب قومندان ته د ۹۰۰ زره افغانیو په بدل کې په نکاح شوې وه، چې د واده یې یوه میاشت پوره کیدله.

د دې وژنې لامل لا روښانه نه دی.

هلمند کې د طالبانو ځایي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې هم د هیواد په بېلابېلو سیمو کې ورته پېښې شوې دي، چې په ډیری مواردو کې یې لامل اجباري ودونه او کورنی تاوتریخوالی بلل شوی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x