روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۲۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۲۳

هلمند کې د یوه طالب په شمول دوه تنه وژل شوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : هلمند کې ځایي سرچیني وایي چې د دې ولایت په مرکز لښکرګاه او ګرشک ولسوالۍ کې د یوه طالب په شمول دوه تنه وژل شوي دي.

هلمند کې ځایي سرچیني وایي چې د دې ولایت په مرکز لښکرګاه او ګرشک ولسوالۍ کې د یوه طالب په شمول دوه تنه وژل شوي دي.

د ځایي سرچینو د راپور په اساس، دا پېښې نن دوشنبه،۲۲ د زمري، را منځ ته شوې دي.

د سرچینو په وینا، په لومړۍ پېښه کې د قاري اسدالله په نوم یو تن طالب د لښکرګاه ښار د «صافیانو» په سیمه کې د غلو له خوا وژل شوی او د نوموړي موټرسایکل ور څخه اخیستل شوی دی.

او همدا راز په ګرشک ولسوالۍ کې یو ځوان د «نامعلومو کسانو» له لوري په مرموز شکل وژل شوی دی.

د دې پیښو په تړاو نور جزییات نه دې په ډاګه شوي او طالبانو هم تر دې مهاله څه نه دې ويلي.

دا وژنې په داسې حال کې رامنځته شوې چې دوې ورځې وړاندې هم په هلمند کې نامعلومو کسانو د حاجي عبدالظاهر په نوم د پخواني نظام یو قومندان له کوره ایستلی او وروسته وژلی و.

په دې وروستیو کې د هلمند په شمول د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د وژنو پېښې زیاتې شوې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x