د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن ویلي چې په دغه هېواد کې د سېلاب ځپلو وضعیت له نږدې څاري.
نیکلاسن دا پیغام شنبه د غويي پر ۲۲مه په خپله اېکسپاڼه کې لیکلی دي.
نوموړي زیاته کړې چې اروپايي ټولنه د بېړنیو مرستو استولو ته چمتو ده.
وروستیو سېلابونو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو په ځانګړې ډول بغلان کې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
له دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي و چې په بغلان کې وروستیو سېلابونو څه باندې ۳۰۰ کسان مړه کړي دي.
اخوا، د طالبانو تر کنټرول لاندې طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي چې په ځينو ولایتونو کې وروستیو سېلابونو ۸۵ کسان مړه او څه باندې ۱۰۰ کسان ټپيان کړي دي.
افغان سوداګر میرویس عزیزي ویلي چې په هېواد کې یې له سېلاب ځپلو سره ۵۰ میلیونه افغانۍ مرسته ځانګړې کړې ده.
اړوندې لیکنې :
- نیکلاسن: د دوحې غونډه د افغانستان په اړه د معناداره خبرو اترو لپاره یو ښه چانس دی
- سویس له افغانستان سره نږدې دوه میلیونه ډالره مرسته وکړه
- اردوغان په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره د نړیوالو مرستو غوښتنه کړې
- روسیې په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره مرستو ته د چمتوالي خبر ورکړی
- نیکلاسن: د دوحې غونډې ګډونوالو زدهکړو ته د نجونو د لاسرسي غوښتنه تکرار کړه
- یونیسف: افغانستان کې مو پر سېلاب ځپلو څه باندې زر روغتیايي کڅوړې ووېشلې