روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۳۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۳-۰۹-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۳-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۳۲

نیکلاسن: د دوحې غونډې ګډونوالو زده‌کړو ته د نجونو د لاسرسي غوښتنه تکرار کړه

 د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن ویلي چې د دوحې غونډې ګډونوالو او مسلمانو هېوادونو، زده‌کړو او کار ته د ښځو او نجونو د لاسرسي غوښتنه تکرار کړې ده.

نیکلاسن چهارشنبه د کب پر ۲مه په خپله ایکس‌پاڼه کې د دوحې غونډې په اړه لیکلي چې په دې ناسته کې د افغانستان او افغانانو په تړاو کلک هوډ لیدل کېده.

د نوموړي په خبره، په دې غونډه کې له یو سوله‌ییز افغانستان څخه ملاتړ او دغه راز داسې هېواد چې د افغانانو سیاسي حقونو پکې خوندي وي، ټينګار شوی دی.

هغه زیاته کړې: «زه د یوې ډاډمنې ډلې په توګه د دې ډول غونډو د دوام لپاره زموږ له هوکړې او د کوربتوب لپاره د قطر له وړاندیزه هرکلی کوم او راتلونکې غونډې ته سترګې په لار یم.»

نوموړي ویلي چې د غونډې ځينو برخه‌والو په افغانستان کې دننه د «اورپکو ډلو» شتون او فعالیت د سیمې او نړۍ لپاره د یوه ګواښ په توګه یادې کړې او په خبره یې، په دې برخه کې یې خپلې جدي اندېښنې څرګندې کړې.

د نیکلاسن په خبره، د غونډې ځينو نورو ګډونوالو بیا په بېلابېلو برخو کې د طالبانو له «لاسته راوړنو» هرکلی وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د دوحې غونډې په پای کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش هم په افغانستان کې له کار او زده‌کړو د نجونو راګرځول «ظالمانه» بللي او د دغو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه یې وکړه.

د یادونې وړ ده چې تېره یکشنبه او دوشنبه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب د افغانستان لپاره د ۲۷ هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون یوه غونډه جوړه شوې وه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x