روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۴۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۴۷

نیکلاسن: د دوحې غونډه د افغانستان په اړه د معناداره خبرو اترو لپاره یو ښه چانس دی

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن، د دوحې غونډه د افغانستان په اړه د معناداره خبرو اترو لپاره یو ښه چانس بللی دی.

نیکلاسن پنجشنبه د سلواغې پر ۱۹مه په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې افغانستان ته یې د سفر موخه له طالب چارواکو، افغانانو او ډیپلوماتیکې ټولنې سره سره خبرې اترې وې، څو د دوحې په ناسته کې د رغنده او رښتینو هیلو په ټاکلو کې مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړې: «زه له دې بیا هم هرکلی کوم چې نور افغانان، نارینه او مېرمنې به د دوحې ناستې ته وبلل شي چې خپلې تجربې او لیدلوري سره شریک کړي.»

د هغه په خبره، له طالبانو او نورو اړخونو سره یې د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» په اړه بحث کړی چې د افغانانو د حقونو د خوندیتوب او له نړیوالې ټولنې سره د دغې ډلې د ښو اړیکو لرلو ته د لېوالتیا لپاره د یوې ممکنې او مثبتې لارې په توګه یادېږي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي په دې خبري ناسته کې زیاته کړې چې د لیدو کتو پر مهال، ټولو خواوو د افغانستان د خپلواکې ارزونې د راپور د موندنو او سپارښتنو ستاېنه کړې ده.

نیکلاسن زیاته کړې: «یوازینی ځانګړې پوښتنه مې چې واورېده، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غوښتنې له مخې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي اړتیا وه.»

طالبانو بیا د دوحې ناستې په اړه ویلي چې د ناستې د «جوړښت، اجنډا او ترکیب» په تړاو له مفصلو معلوماتو وروسته د ګډون پرېکړه کوي.

د یادونې ده چې نیکلاسن افغانستان ته د خپل دغه سفر په لړ کې له لوړپوړو طالب چارواکو او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم لیدنې کړې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x