روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۲:۰۰ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۷-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۷-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۱۲:۰۰
: 1

نیپال کې د دوو بسونو چپه کېدل، پولیسو د ۵۵ سپرلیو د مړینې احتمال تایید کړ

پایگاه خبری تحلیلی روایت : رویټرز دوشنبه د جولای پر ۱۵ مه، راپور ورکړ چې د جمعې په ورځ په نیپال کې دوه مسافر وړونکي بسونه د غره د ښویېدو په پایله کې چپه شول.

په نیپال کې د دوو بسونو له چپه کېدو د دوو ورځو په تېرېدو سره، تر اوسه د ۵۵ سپرلیو د ژوندي پاتې کېدو څرک نه دی لګیدلی.

رویټرز دوشنبه د جولای پر ۱۵ مه، راپور ورکړ چې د جمعې په ورځ په نیپال کې دوه مسافر وړونکي بسونه د غره د ښویېدو په پایله کې چپه شول.

د راپور له مخې، دغه دوه بسونه سیند ته لوېدلي او د نیپال د پولیسو په وینا، د هغو د سپرلیو د ژوندي پاتې کېدو هیله نشته.

د دغه هیواد پولیس چارواکو ویلي دي چې کورنۍ یې د خپلو خپلوانو د جسدونو په لټه کې دي.

د يادونې وړ ده، چې د روان زېږدیز کال د جون له نيمايي راهيسې په دغه هېواد کې سختو بارانونو او د ځمکې ښويېدنې له امله څه باندې سل کسان مړه شوي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x