طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د بشري حقونو د اصولو د خوندېتوب په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د په رسمیت پېژندلو، د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو د پرې کولو په تړاو د نړۍوالې ټولنې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی. نړۍوالې ټولنې، په ځانګړې توګه ملګرو ملتونو، له دې پرته چې طالبان ځواب ویونکي وګرځوي، له دې ډلې سره تعامل او مرستې ته دوام ورکړی دی. په قطر کې د سولې د خبرو پر مهال طالبانو اعلان وکړ، چې د پخوا په پرتله بدل شوي او د ښځو حقونه په رسمیت پېژني، خو په عمل کې د ښځو پر وړاندې د چلند او د وګړو د مدني او سیاسي حقونو د خوندېتوب په تړاو د دغې ډلې په چلند کوم بدلون نه دی راغلی. په دې وروستیو کې له دغې ډلې سره د اړیکو د څرنګوالي په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک د تصویب په غبرګون کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې د طالبانو مذهبي تګلاره نه بدلېدونکې ده. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې «زموږ تګلاره بالاخره د نه بدلېدونکو دیني عقایدو پر بنسټ ده» او ملګري ملتونه باید په خپلو پرېکړو کې دا مسأله – هغه څه چې دې ډلې « شته واقعیتونه» بللي، په پام کې ونیسي.
طالبانو پر افغانستان د څه باندې دوه کلنې واکمنۍ په لړ کې په وار وار ادعا کړې چې د پراخو محدودیتونو له لګولو او د بشري حقوقو له سختو سرغړونو سره سره د پخوا په پرتله بدل شوي دي. دغې ډلې له تېر حکومت او د امریکا له متحدو ایالتونو سره د سولې د خبرو پر مهال هم د ښځو د حقونو په برخه کې د خپلې سخت دریځې تګلار د بدلون خبره کړې وه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک د تصویب په غبرګون کې چې پکې د دغه سازمان له سر منشي د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو غوښتنه شوې ده، ویلي، چې د دې ډلې مذهبي تګلاره د بدلون وړ نه ده. په اعلامیه کې ویل شوي: «زموږ تګلاره بالاخره د نه بدلېدونکو مذهبي باورونو پربنسټ ده. په دې اعلاميه کې له ملګرو ملتونو غوښتل شوي چې د افغانستان په تړاو پرېکړو کې د افغانستان شته واقعيتونه په پام کې ونيسي.
په تېرو دوو کلونو کې د ښځو او د طالبانو د ایډیالوژیک باور د نورو مخالفو ټولنیزو او سیاسي ډلو پر وړاندې د دې ډلې چلند د دې ښکارندويي کوي چې طالبانو د هېوادوالو سیاسي، مدني، کلتوري او مذهبي حقونو او ازادیو ته درناوی نه دی کړی او د افغانستان په متکثره ټولنه کې یې د ژوند په تړاو خپل « بنسټپاله» تفسیر تحمیل کړی دی.
تر دې وړاندې د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو په ځانګړې توګه د بخښنې نړۍوال سازمان هم ویلي، چې طالبان نه یوازې دا چې د ښځو او نجونو د حقونو د درناوي په برخه کې په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي، بلکې له عمومي برخو یې د ښځو او نجونو د بشپړ حذف په موخه سخت بندیزونه لګولي دي.
د بخښنې نړۍوال سازمان وايي، د طالبانو سیاستونه د ښځو او نجونو د زیات ظلم لامل شوي او د ښځو او نجونو هر ډول ټولنیز او سیاسي مشارکت منعه دی. دغه سازمان زیاته کړې چې ښځې له ازادانه ګرځېدو، په خپله خوښه د جامو له اغوستو، له شپږم ټولګي پورته زده کړو، له غیر دولتي موسسو او د ملګرو ملتونو له دفترونو سره له کارکولو محرومې شوې دي.
دغه سازمان ویلي چې د طالبانو حکمونه او د دې ډلې ظالمانه کړنې چې له زنداني کولو سسټماټيکه ګټه اخیستنه، ربړونه، جبري لادرکه کول او نورې ناوړه کړنې پکې شاملې دي، په ښځو باندې پلې کیږي او پر دې حالت د غور لپاره هراړخیزې څېړنې او د نړۍوالې ټولنې پیاوړي ځواب ته اړتیا لري، څو دا ډله عدالت او ځواب ویلو ته قانع کړي.
د تېر حکومت په نسکورېدو سره طالبانو د ښځو پر وړاندې د بندیزونو لګسونه فرمانونه صادر کړل او ان ملګري ملتونه یې دې ته اړ کړل چې له خپلو بنسټیزو اصولو سرغړونه وکړي او له دې ډلې سره خپل تعامل ته دوام ورکړي. د یوناما دفتر د روان لمریز کال د وري میاشتې په نیمایي کې اعلان وکړ، چې طالبانو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د دغه سازمان په دفترونو کې هېڅ افغان ښځه د کار کولو اجازه نه لري.
ملګرو ملتونو هغه مهال ویلي وو، چې که طالبان ښځو ته د کار اجازه ورنه کړي، د ملګرو ملتونو له اصولو او منشوره سرغړونه نه شي کولای او له ناچارۍ به افغانستانه پرېږدي، خو په تېر یوه کال کې یې د خپلو کارکوونکو د بېرته راستنولو لپاره هېڅ ګام نه دی پورته کړی.
طالبانو په دې موده کې خپل مذهبي باورونه د هېواد پر وګړو تپلي او له غير حنفي مذهبونو يې انکار کړی دی. څه موده وړاندې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست او د دې ډلې مرموز مشر ته نږدې کس ندا محمد ندیم ادعا وکړه، چې په افغانستان کې له حنفي مذهب پرته بل مذهب نشته او ټول خلک د حنفي مذهب پیروي کوي.
طالبانو تر دې وړاندې د بامیان په پوهنتون کې هم د جعفري فقهې پر تدریس بندیز لګولی او له بدخشانه داسې ویډیو خپره شوې، چې ښيي د دې ډلې ځایي چارواکو د دغه ولایت په یوه ولسوالۍ کې د یوه اسماعیلي مذهبه کس مذهب بدل کړی دی.
له سیاسته د ښځو محرومیت، په عمومي فضا کې د ښځو د حضور یا فعالیت محدودیت، د ښځو او نجونو پر زده کړو، تحصیل او کار کولو بندیز د ښځو پر وړاندې د طالبانو له مهمو بندیزونو ګڼل کیږي. پر سفر محدودیت، د ښځو پرمخ د تفریحي پارکونو او حمامونو د دروازو تړل کېدل، په ټلویزیونونو کې د ښځینه ویاندویانو د مخونو پټول، د ښځو چارو وزارت حذف کېدل، له ورزشه د ښځو منعه کېدل او د امنو کورونو تړل کېدل د ښځو پر وړاندې د طالبانو له خوا لګول شوي نور بندیزونه دي، چې پراخ کورني او بهرني غبرګونونه راپارولي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) د دفتر د راپور له مخې، د طالبانو یو شمېر قاضیانو ویلي، چې د امنو کورونو له تړلو وروسته د دغې ډلې له خوا د کورني تاوتریخوالي قرباني ښځې زندانونو ته لېږدول کېږي، چې دغه اقدام د ښځو او د بشري حقونو فعالانو له خوا «وحشتناک» بللی شوی دی.
طالبانو په دې موده کې نه یوازې پر ښځو محدودیتونه لګولي، بلکې د بشري حقونو ارزښتونو او نړۍوالو فشارونو ته له پاملرنې پرته یې صحرایي محاکمې هم جوړې کړې دي. هغوی لږ تر لږه دوه کسان د خپلو مشرانو په مخکې په عام محضر کې «قصاص» کړي او په سلګونو نارینه او ښځې یې په درو وهلي دي.
د دې ترڅنګ يې د سياسي ګوندونو پر فعاليتونو بنديز لګولى او په نړۍوالو غونډو کې يې خپل رژیم ټولګډونه بللی او له نړۍوالې ټولنې په ځانګړي ډول د افغانستان په چارو کې له ښکېلو هېوادونو يې غوښتي، چې دې ډلې ته دې نسخې نه ورکوي.
په دې موده کې نړۍوالې ټولنې په ځانګړې توګه ملګرو ملتونو په دوامداره توګه د بشري حقونو پر خوندېتوب، د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستو او د طالبانو له خوا د ښځو لپاره د کار او زده کړو د زمینې پر برابرولو ټینګار کړی دی. خو دغو هلو ځلو ته د طالبانو له خوا تل په خبرداریو سره ځواب ورکړل شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې یو شمېر هېوادوال او سیاسي فعالان له طالبانو سره د ملګرو ملتونو د سازمان تعامل سیاسي شاتګ بولي او ټینګار کوي، چې د لازمو فشارونو له اچولو پرته طالبان د دغه سازمان وړاندیزونو او غوښتنو ته مثبت ځواب نه وايي او د وخت په ضایع کولو سره شته وضعیت ته دوام ورکوي.
اړوندې لیکنې :
- امریکا: له طالبانو سره د چین اړیکې د واشنګټن تګلاره نه بدلوي
- د امریکا نوې تګلاره؛ واشنګټن د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د قونسلګري خدمتونو بیاپیل…
- د طالبانو واکمني؛ د افراطیانو بریا او د مذهبي اصلاح غوښتونکو اندیښنه
- د بشري حقونو څار سازمان:د طالبانو تعلیمي تګلاره د نجونو ترڅنګ د هلکانو ښوونه هم زیانونمنوي
- له جبري عبادت څخه تر مذهبي کرکې پورې
- ولې باید په افغانستان کې د مذهبي تفرقې په اړه اندېښنه وکړو؟