هر ګړې د کابل په وخت : ۱۲:۰۵ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۱-۱۴۰۴
تاریخ : ۱۸-۰۱-۱۴۰۴
ساعت : ۱۲:۰۵

نورستان کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله اته کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : نورستان کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د یوه ډاټسن موټر د چپه کېدو له کبله یوه اته کلنه نجلۍ مړه او اووه کسان نور ټپیان شوي دي. د نورستان د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند غلام الرحمن حیدري وایي، دا پېښه تېره ورځ شنبه، ۱۶ د وري، د نورګرام ولسوالۍ اړوند «بړاګوش» سیمه کې رامنځته شوې.

نورستان کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د یوه ډاټسن موټر د چپه کېدو له کبله یوه اته کلنه نجلۍ مړه او اووه کسان نور ټپیان شوي دي.
د نورستان د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند غلام الرحمن حیدري وایي، دا پېښه تېره ورځ شنبه، ۱۶ د وري، د نورګرام ولسوالۍ اړوند «بړاګوش» سیمه کې رامنځته شوې.
نوموړی زیاتوي، دغه ترافیکي پیښه د یوه ډاټسن موټر د چپه کیدو له کبله رامنځته شوې، چې پرمهال یې یوه ماشومه مړه او اته تنه نور ټپیان شوي دي. د ټپیانو د جنسیت او عمر په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
د حیدري په وینا، د پېښې ټپیان ځایي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی.
د دې ترافیکي پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي، د سړک خرابوالی او په موټر کې د زیاتې سپرلۍ لېږد بلل شوی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x