روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۴۱ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۱-۰۹-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۱-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۱۷:۴۱

ننګرهار کې یو ځوان د اقتصادي ستونزو له کبله ځان وژنه کړې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په کامې ولسوالۍ کې یو ځوان د اقتصادي ستونزو له کبله ځان د ټوپک په ډزو وژلی دی.

 

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په کامې ولسوالۍ کې یو ځوان د اقتصادي ستونزو له کبله ځان د ټوپک په ډزو وژلی دی.

د سیمې یو اوسیدونکی زمرک وايي، چې دا ځوان محمد خان نومېده او نن، شنبه، ۲۶ د لړم، سهار وختي ۰۵:۰۰ بجې یې ځان د کامې ولسوالۍ شیرګړ قریې اړوند «تيلیانو» کلي کې د خپلې خوب په خونه کې د «کربین» ټوپک په وسیله وژلی دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې د دغه ځوان د ځان وژنې لامل بې روزګاري او اقتصادي ستونزې وې چې له کبله یې هغه ځان وژنې ته اړ شوی دی.

په سیمه کې یوې بلې سرچېنې هم د یادې پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده، چې یاد ځوان درې کلونه کیدل کوژده وه او د ولور پېسو د نشتون او بې روزګارۍ له کبله په رواني ناروغۍ اخته شوی و، چې ځان یې د خوب په خونه کې په ډزو وژلی دی.

مونږ هڅه وکړه په دې اړه د ځایي چارواکو نظر هم ولرو خو بریالي نشوو.

په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ځوانانو دا ډول د ځان وژنې پېښې زیاتې شوي چې لامل یې تر ډیره اقتصادي ستونزې، بې روزګاري او رواني ناروغۍ بلل کېږي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x