د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د هوا په ګرمېدو سره د ماشومانو موسمي ناروغۍ زیاتې شوي دي.
دوی وایي، د بېوزلۍ له امله نهشي کولی خپلو ماشومانو ته د درملنې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي، چې له دې کبله ماشومان د نس ناستي، اسهال او ساه بندۍ په ګډون مختلفو ناروغیو اخته شوي دي.
د ننګرهار روغتیایي چارواکي هم مني چې موسمي ناروغۍ په سیمه کې زیاتې شوي دي.
د عامې روغتیا ریاست ویاند نقیب الله رحیمي وایي، هره ورځ سلګونه ماشومان روغتون ته د همدې ناروغیو لپاره مراجعه کوي او د خلکو څخه غواړي چې د حفظ الصحې سپارښتنې مراعت کړي تر څو له دې ناروغیو څخه مخنیوی وشي.
اړوندې لیکنې :
- په ننګرهار کې یو ځوان د «ډنګي» ناروغۍ له کبله ژوند بایلود
- ننګرهار کې یو زوی خپل پلار حلال کړی
- ننګرهار کې یو کس د طالبانو دوه نظامیان په ډزو وژلي
- په هرات او ننګرهار کې دوه ځوان هلکان وژل شوي دي
- ناپېژاندو وسلهوالو په ننګرهار کې یوه ښځه وژلې
- په ننګرهار کې د دوو کورنيو ترمنځ نښته کې يو کس وژل شوى او دوه نور ټپيان دي