روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۲:۲۵ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۹-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۱۴-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۱۲:۲۵
: 2

ننګرهار کې د ګاز ډبې چاودنې یوې ښځې او یو ماشوم ته مرګ ژوبله اړولې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د سیمې یو اوسیدونکی محمد انور وایي، چې دغه پېښه تېره شپه، دوشنبه، ۱۲ د لېندۍ، د کامې ولسوالۍ په «ګج» قریه کې رامنځته شوې چې پرمهال یې یوې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل کوچنی زوی یې ژوبل شوی دی.

ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په کامې ولسوالۍ کې د ګاز ډبې په چاودنه کې یوه ښځه مړه او یو ماشوم ټپي شوی دی.

د سیمې یو اوسیدونکی محمد انور وایي، چې دغه پېښه تېره شپه، دوشنبه، ۱۲ د لېندۍ، د کامې ولسوالۍ په «ګج» قریه کې رامنځته شوې چې پرمهال یې یوې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل کوچنی زوی یې ژوبل شوی دی.

د نوموړي په خبره د ګاز ډبې چاودنه د پخلنځي په داخل کې رامنځته شوې چې له کبله یې د کور نور برخې هم تخریب شوي دي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ورته پېښې رامنځته شوي چې لاملونه یې تر ډیره بې‌وزلي، د بې کیفیته سون توکو کارول او ګازو سره بې احتیاطي بلل شوي وو.

له دې سربېره په هیواد کې د هوا په سړېدو هر کال د ګاز نیولو له امله د مرګ ‌ژوبلې زیات راپورونه هم خپرېږي.

ډېری افغانی کورنۍ د ژمي په موسم کې د خپلو کورونو د تودولو لپاره له ګاز او د ډبرو سکرو له سوځولو کار اخلي چې وخت ناوخت د خلکو د مرګ‌ ژوبلې، ګاز او سکرو نیولو لامل ګرځي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x