روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۳۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۴-۰۸-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۴-۰۸-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۳۵

ننګرهار کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې درې کسان وژل شوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې پنځه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.د سیمې یو اوسیدونکي علي خیل وویل، چې دغه شخړه تېره ورځ شنبه، ۵ د لړم‌ د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند «بربهار» سیمه کې د امرخېلو او ساپي قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې.

ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې پنځه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د سیمې یو اوسیدونکي علي خیل وویل، چې دغه شخړه تېره ورځ شنبه، ۵ د لړم‌ د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند «بربهار» سیمه کې د امرخېلو او ساپي قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې.

د نوموړي په خبره د شخړې پرمهال دواړه لوریو پر یو بل ډزې کړي، چې پرمهال یې د دواړو لورو درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د سیمې یو بل اوسیدونکي زیاته کړه، چې دغه شخړه کې د دریو وژل شویو ترڅنګ دوه کسان ټپیان شوي چې روغتیايي وضعیت یې نازک دی.

بلخوا ننګرهار کې ځایي طالب چارواکو هم یاده پېښه تایید کړې او زیاته کړې یې ده، چې د پېښې ځای ته پر وخت رسیدلي او ځینې کسان یې نیولي او څېړنې ترې روانې دي.

له دې څه موده وړاندې په لغمان ولایت کې هم د دوو قومونو ترمنځ شخړه کې ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x